اسلام آباد21جولائی(اے پی پي)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي د بلوچستان لپاره په وفاقي محكمو كښې بېله كړې كوټه كښې د كوم ډول كمې يا ناانصافي تاثر د حقائق په ضد دے٬د بلوچستان اولس د محروميو ازالې لپاره 2007 كښې د هغوي كوټه د 3.5 فيصده نه 6 فيصد كړې شوې كومه چې دوي د آبادۍ نه هم زياته ده۔د ګل په ورځ د سينيټ …
د بلوچستان په كوټه كښې د كمي تاثر ناسمه دے٬وفاقي حكومت د بلوچستان پرمختګ لپاره عزم لري۔د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري
اسلام آباد21جولائی(اے پی پي)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي د بلوچستان لپاره په وفاقي محكمو كښې بېله كړې كوټه كښې د كوم ډول كمې يا ناانصافي تاثر د حقائق په ضد دے٬د بلوچستان اولس د محروميو ازالې لپاره 2007 كښې د هغوي كوټه د 3.5 فيصده نه 6 فيصد كړې شوې كومه چې دوي د آبادۍ نه هم زياته ده۔د ګل په ورځ د سينيټ غونډه كښې ډاكټر طارق فضل چوهدري واضحه كړه چې دا مهال د وفاقي حكومت بېلو محكمو كښې د بلوچستان سره تعلق لرونكې 45809 سركاري ملازمين خذمات ترسره كوي او نور 3353 چوكو باندې د بهرتۍ عمل روان دے كوم به چې په بشپړه توګه د بلوچستان كوټې له مخې كولې شي۔ده ووئيل د ګريډ 1 نه تر 16 د 41901 او ګريډ 17 نه تر 22 د 3908 افسرانو تقرري بلوچستان څخه شوې۔دا شمېره د دې امر ښكاره ثبوت دے چې د كومې بلې صوبې د بلوچستان په كوټه بهرتي نه ده شوې ۔ده ووئيل آغاز حقوق بلوچستان له مخې اعلان كړي 11 زره ملازمتونه هم په دې 6 فيصد كوټه كښې شامل دي۔وفاقي وزير ووئيل د اسلام آباد غوندې سيمې هم په كوټه كښې د محرومۍ سره مخ دي خو د دې باوجود وفاقي حكومت بلوچستان ته تل پام لرنه كړې۔












