ملزمان كه هر څومره اثر لرونكې هم وي ٬ ځپلو ته به په هر صورت انصاف وركولې شي۔د بلوچستان وزیراعلیٰ پرېس کنفرنس

کوئټه 21 جولائی (اے پي پي)د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي ډیګاری كښې د يو سړي او ميرمن د وژنې غندنه كولو سره وئيلي دي ځپليو له به په هر صورت انصاف وركولې شي ٬ كه ملزمان څومره هم اثر لرونكې ولي نه وي، دې پېښې په سوشل میډیا ویډیوز وائرل كيدو نه سمدستي د كاروائي حكم جاري كړے شوے چې په نتيجه كښې ئې تر اوسه 11 كسان نيولې …

کوئټه 21 جولائی (اے پي پي)د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي ډیګاری كښې د يو سړي او ميرمن د وژنې غندنه كولو سره وئيلي دي ځپليو له به په هر صورت انصاف وركولې شي ٬ كه ملزمان څومره هم اثر لرونكې ولي نه وي، دې پېښې په سوشل میډیا ویډیوز وائرل كيدو نه سمدستي د كاروائي حكم جاري كړے شوے چې په نتيجه كښې ئې تر اوسه 11 كسان نيولې شوي،چې پكښې يو قبائلی سردار هم شامل دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده وزیراعلی هاؤس كښې پرېس کنفرنس ته وينا كښې وكړه۔په دې موقع صوبائی وزیره راحیله درانی۔د لوبو صلاحكار مینا مجید بلوچ۔د اسمبلۍ غړے علی مدد جتك او د صوبائی اسمبلۍ غړي موجود وو۔ وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي ووئيل ډیګاری قتل کیس كښې ككړ يو كس سره به هم رعایت نه كېږي او ریاست به عمر له د مظلومانو سره ولاړ وي۔ ده د دې ډول جرګو حوصله ماتولو سره ووئيل مونږ له به د آئین او قانون له مخې تلل وي ٬ په دې معامله كښې ځائې ډي اېس پی معطل کړے شوے۔ د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي ووئيل د ګوند چیئرمېن بلاول بھټو د پېښي په اړه ټیلی فون کال کړے او د ملزمانو په ضد ئې د سختي کارروائی امر كړے۔ده ووئيل حکومت به د قتل په دې معامله كښې هيڅ ډول فشار نه قبلوي۔وزیراعلی ووئيل په بسونو بريد كوونكې 10 ترهه ګر تيره ورځ په سوراب كښې په قامی ستره لاره په 7 دقيقي كاروائي كښې خپل انجام ته رسولې شوي دي ۔

مزید خبریں