پنجاب كښې د سېنېټ چوكۍ٬ غېر حتمي او غېر سركاري نتيجه كښې حافظ راٶ عبدالكريم كامياب شو

لاهور 21 جولائي (اے پي پي) په پنجاب اسمبلۍ كښې د سېنېټ په چوكۍ د ضمني انتخاب غېر حتمي او غېر سركاري نتيجې له مخئ د مسلم ليګ (ن) كانديد حافظ راٶ عبدالكريم 243 ووټونو سره كامياب شو او د تحريك انصاف ملاتړ لرونكے كانديد مهر عبدالستار 99 ووټونو سره په دوېم لمبر دے٬ په مجموعي توګه 368 ووټس كښې 345 كاسټ شوي چې پكښې درې ووټونه مسترد شوي هم …

لاهور 21 جولائي (اے پي پي) په پنجاب اسمبلۍ كښې د سېنېټ په چوكۍ د ضمني انتخاب غېر حتمي او غېر سركاري نتيجې له مخئ د مسلم ليګ (ن) كانديد حافظ راٶ عبدالكريم 243 ووټونو سره كامياب شو او د تحريك انصاف ملاتړ لرونكے كانديد مهر عبدالستار 99 ووټونو سره په دوېم لمبر دے٬ په مجموعي توګه 368 ووټس كښې 345 كاسټ شوي چې پكښې درې ووټونه مسترد شوي هم دي۔ د يادونې وړ ده د مركزي جمعيت اهلحديث پاكستان امير پروفېسر ساجد مير په وفات په خالي شوې چوكۍ د مسلم ليګ (ن) حافظ عبدالكريم كانديد ٶ او د اپوزيشن لخوا مهر عبدالستار او دوه آزاد كانديدان خديجه صديقي او اعجاز حسېن هم په مقابله كښې وو

مزید خبریں