اسلام آباد۔21جولائی(اے پی پی) د بشري حقونو وزارت پارليماني سېكرټري صبا صادق په بلوچستان كښی د يوې نوې جوړې د بې رحمه وژنې سخته غندنه كولو سره دا غېر انساني او د نه قبلولو وړ فعل ګرځولے دے۔ دې ووئيل د رواياتو او رسمونو په نامه ظالمانه اقدامات به په هيڅ ډول ونه زغملې شي۔ صبا صادق باور وركړو چې ځپلو كورنيو ته به انصاف وركولې شي۔ د رپورټس له …
د بشري حقونو وزارت پارليماني سيكرټري په بلوچستان كښې د نوې جوړې بې رحمه وژنې وغندله ٬ د رواياتو او رسمونو په نامه ظالمانه اقدامات به په هيڅ ډول ونه زغملې شي : صبا صادق
اسلام آباد۔21جولائی(اے پی پی) د بشري حقونو وزارت پارليماني سېكرټري صبا صادق په بلوچستان كښی د يوې نوې جوړې د بې رحمه وژنې سخته غندنه كولو سره دا غېر انساني او د نه قبلولو وړ فعل ګرځولے دے۔ دې ووئيل د رواياتو او رسمونو په نامه ظالمانه اقدامات به په هيڅ ډول ونه زغملې شي۔ صبا صادق باور وركړو چې ځپلو كورنيو ته به انصاف وركولې شي۔ د رپورټس له مخې 24 كلنه شيتل او 32 كلن زرك د خپلې قبيلې كسانو په دھوكه يوې لرې پرته سيمه كښې د خلقو په وړاندې ووژل۔ د پېښې سمدستي نوټس اغستو سره صبا صادق د بلوچستان آئي جي ته ټېلېفون وكړو او هغه څخه يۍ د پېښې بشپړ رپورټ وغوښت۔ صبا صادق ووئيل وزیر اعظم شهباز شریف او د حكومت په صنفي بنياد د تشدد او د رواياتو او كلتور په نامه تش د نامې جرمونو په ضد په زېرو ټالرنس پالېسۍ عمل كوو۔ دې ووئيل دا پېښه زمونږ په سماجي ضمير يو بدرنګ داغ دے۔ دې غوښتنه وكړه چې مجرمان دې ونيولې شي او هغوي ته دې سخته سزا وركړي شي۔ دې ووئيل حكومت د داسې غېر انساني او خطرناكو رسمونو نوغې ويستلو عزم لري كوم چې د مېرمنو د ځان او آزادۍ لپاره خطر جوړېږي۔ دې ووئيل دا يوازې د يوې پېښې خبره نه ده بلكې سوچ به بدلول وي۔ څوك چې مېرمنې خپل ملكيت ګڼي هغوي له به خپل دغه سوچ ختمول وي۔ دې ووئيل ووئيل اوس وخت راغلے دے چې قانون ځپلو سره اودرېږو٬ د رسم او رواج شاته پټېدونكو مجرمانو سره نه ۔ بلخوا د سول سوسائټۍ لارښودو او د بشري حقونو تنظيمونو د صبا صادق د فوري غبرګون او د انصاف د غږ هركلے وكړو او حكومت څخه يۍ د غېرت په نامه د وژنې پېښو مخنيوي له د فعاله قانون سازۍ ٬ د ګواهانو د تحفظ او د اولسي شعور بېدارولو كمپائن پېل كولو غوښتنه وكړه۔ صبا صادق ووئيل مونږ يوازې د قانون نافذ كوؤنكو ادارو د لارې د غېرت په نامه د وژنې پېښې ختمولې نه شوو بلكې دې لپاره به زړه او دماغ هم بدلول وي او دا كار به د سكولونو ٬ جوماتونو ٬ ميډيا او كورنيو څخه پېل كيږي۔ غېرت د ژوند په تحفظ كښې دے ٬ د دې په ختمولو كښې نه۔ دې ووئيل ځپليو كورنيو ته به انصاف وركولې شي٬ حكومت د دوي تر څنګ ولاړ دے او د آخري مجرم تر خاتمې به دوئي سره ولاړ وي












