اسلام اباد 20 جولائي (اے پي پي) د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي وئیلي چې د سیف سټي پروژې د جرمونو په مخنیوي او سمدستي رسپانس کښې مهم كردار ترسره كوي٬ د څارنې سیسټم له باید جديد ټیکنالوجۍ او اے آی وركړې شي او ټول سیف سټیز د یو بل سره تړلو سره ډیټا شيئرنګ كښې ښه والې راوستلې شي۔د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي د اسلام اباد …
د کورنیو چارو وفاقي وزیر د اسلام اباد سیف سټي هيډكوارټر دوره ، آن لائن وويمن پولیس سټیشن او ون اېنفو موبائیل اپلیکېشن پرانسته

مزید خبریں
اسلام اباد 20 جولائي (اے پي پي) د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي وئیلي چې د سیف سټي پروژې د جرمونو په مخنیوي او سمدستي رسپانس کښې مهم كردار ترسره كوي٬ د څارنې سیسټم له باید جديد ټیکنالوجۍ او اے آی وركړې شي او ټول سیف سټیز د یو بل سره تړلو سره ډیټا شيئرنګ كښې ښه والې راوستلې شي۔د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي د اسلام اباد سیف سټي مرکز دورې په مهال په رسمي توګه آن لائن وومن پولیس سټیشن او ون اېنفو موبائیل اپلیکېشن پرانسته وكړه ۔هغه د اسلام اباد پولیس ائې جی علي ناصر رضوي او د هغه د ډلي نوي ګامونه وستائیل او په ډیجیټل وال یې د ښار د مانيټرنګ عمل مشاهده وكړه ۔ محسن نقوي په دې موقع ووئیل چې د اپلیکېشن سره به بېړني شکایتونه درج كړې شي ۔هغه د ښځو او کمزورو طبقو د سمدستي مرستې لپاره د آنلاین پلیټ فارمز د لا فعالولو لارښوونه وکړه ٬ ده ووئيل چې دا اپلیکېشن او آن لائن وومن پولیس سټیشن د جديد ټیکنالوجۍ کارولو په لړ كښې زمونږ د عزم عكاسي ده ۔ د كورنيو چارو وزير د د سیف سټي هيډكوارټر دورې په موقع د غونډي مشري كولو سره ووئيل چې د سیف سټي پروژې د جرمونو په مخنیوي او سمدستي رسپانس کښې مهم كردار ترسره كوي٬هغه د سیف سټي کارکوونکو کارکردګي وستائیله او هغوی ته یې د لا زیاتو هڅو او محنت سره د کار کولو لارښوونه وکړه۔د اسلام اباد پولیس ائې جی علي ناصر رضوي د غونډې په مهال د كورنيو چارو وزیر ته د سیف سټي په اړه تفصلي بريفنګ وركړو ۔ده ووئيل پايه تخت اسلام آباد د 3100 كيمرو سره مانيټر كيږي او د سیسټم د لا پراخولو لپاره به 3100 نوې کېمرې لګولې شي ۔په بریفنګ کښې ووئیل شول چې د اسلام اباد سیف سټي د سردار فهیم د وژنې پشمول په څو مهمو پېښو کښې مهم كرردار ترسره كړې او د سیف سټي کېمرو په مرسته د څو مهمو مقدمو په تحقیقاتو کښې پېش رفت شوي ۔ هم دغسې په اسلام اباد کښې د جرمونو کچه كښې كمې راغلې ۔علي ناصر رضوي ووئیل چې آن لاین وويمن پولیس سټیشن د ښځو لپاره جوړ شوی او د ښځو لپاره هيلپ لائن لمبر 1815 بېل كړې شوي۔










