اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) پاكستان او آذربائيجان شريك وركنګ ګروپس جوړولو ته سلا شوي چې مقصد ئې دوه اړخيزه رابطې قوي كول او اړيكي سټريټجك اقتصادي شراكت دارۍ كښې بدلول دي۔د دې عزم څرګندونه د خالي په ورځ د ريلوے وزير مملكت او د خزاني وزير مملكت ه بلال اظهر كياني په مشرۍ كښې په يوه غونډه كښې شوي۔په دې موقع د پولي پوري غاړه رابطي قوي …
پاكستان او آذربائيجان شريك وركنګ ګروپس جوړولو ته سلا،مقصد دوه اړخيزه رابطې قوي كول او اړيكي سټريټجك اقتصادي شراكت دارۍ كښې بدلول دي

مزید خبریں
اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) پاكستان او آذربائيجان شريك وركنګ ګروپس جوړولو ته سلا شوي چې مقصد ئې دوه اړخيزه رابطې قوي كول او اړيكي سټريټجك اقتصادي شراكت دارۍ كښې بدلول دي۔د دې عزم څرګندونه د خالي په ورځ د ريلوے وزير مملكت او د خزاني وزير مملكت ه بلال اظهر كياني په مشرۍ كښې په يوه غونډه كښې شوي۔په دې موقع د پولي پوري غاړه رابطي قوي كول او شريكي اقتصادي ګټي زياتولو لپاره نوي لاري لټولو لپاره مهم سټيك هولډرز يو كولو پريكړه هم شوي۔وزير مملكت د آذربائيجان سره د ريل د لارې تجارتي رابطې زياتولو له د پاكستان د كلك عزم پخلے كړي۔ده ووئيل د وزيراعظم پاكستان د ريلوے پرمختګ او جديد كارۍ لپاره په يو كوټلي تګلاره عمل كوو۔د ريلوے بورډ سيكرټري محمد يوسف د پاكستان ريلوے نيټ ورك په اړه غونډي ته تفصيلي بريفنګ وركړو او په موجوده صلاحيت ئې رڼا واچوله۔د غونډي په مهال پاكستان، ازبكستان او افغانستان ترمينځه ترسره شوي ريل لوظنامه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔پاكستان او آذربائيجان ترمينځه دوه اړخيزه رابطو ودې لپاره د اعليٰ پائې غونډه كښې د بېلو وزارتونو او محكمو مهمكو چارواكو كډون وكړو۔په دې موقع د ريلوے سيكرټري سيد مظهر علي شاه او ريلوے بورډ سيكريټري محمد يوسف نه علاوه سپيشل انويسټمنټ فيسيلي ټيشن كونسل (ايس آئي ايف سي )، نيشنل لاجسټك كارپوريشن (اين ايل سي )، ميري ټائم افيئرز او سټيټ بينك آف پاكستان سينئر چارواكي هم موجود وو دغسې د آذربائيجان پلاوي د ويډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون وكړو۔










