اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري محمد اصف ته د نړیوال سنوکر چيمپئن شپ په ګټلو د زړه له کومې مبارکي وركولو سره وئيلي چې په نړیواله سیالۍ كښې بریالیتوب د پاکستاني لوبغاړو د صلاحيت ، عزم او محنت ښكاره ثبوت دے۔ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه د خالي په ورځ جاري شوې بيان له مخې صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل چې …
صدر مملكت آصف علي زرداري محمد اصف ته د نړیوال سنوکر چيمپئن شپ په ګټلو مبارکي وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري محمد اصف ته د نړیوال سنوکر چيمپئن شپ په ګټلو د زړه له کومې مبارکي وركولو سره وئيلي چې په نړیواله سیالۍ كښې بریالیتوب د پاکستاني لوبغاړو د صلاحيت ، عزم او محنت ښكاره ثبوت دے۔ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه د خالي په ورځ جاري شوې بيان له مخې صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل چې محمد اصف په خپلې شاندارې کارکردګۍ د قوم سر په فخر سره لوړ کړی دی۔ صدر مملكت د محمد اصف د حوصله او پېشه وره پوهه ستائيلو سره ووئيل چې “هغه دا ثابته کړه چې پاکستاني لوبغاړي په نړیواله کچه له هیچا څخه کم نه دي۔”د یادوني وړ ده چې محمد اصف په فائنل كښې هندي لوبغاړي بریجیش داماني ته په ماتې ورکولو سره چيمپئن شپ په خپل نوم كړې۔










