اسلام آباد 18جولائی(اے پی پی)د وزيراعظم د خېبرپښتونخوا د اطلاعات او خپرونو چارو كوآرډينيټر اختيار ولي خان د كوهستان كرپشن سكينډل كښې د باني پي ټي آئي د لاس لرلو سره ووئېل د باني پي ټي آئي پوزې لاندې ګرپشن كيدو٬په خېبرپښتونخوا كښې د 200 اربه روپو كرپشن سكينډل رامخې ته شوے دے۔د جمعې په روځ پرېس كنفرنس ته د خطاب كولو په مهال اختيار ولي خان ووئيل نيب كوهستان …
د 200 اربه روپو كوهستان كرپشن سكينډل به تر منطقي انجام ته رسوو۔اختيار ولي خان

مزید خبریں
اسلام آباد 18جولائی(اے پی پی)د وزيراعظم د خېبرپښتونخوا د اطلاعات او خپرونو چارو كوآرډينيټر اختيار ولي خان د كوهستان كرپشن سكينډل كښې د باني پي ټي آئي د لاس لرلو سره ووئېل د باني پي ټي آئي پوزې لاندې ګرپشن كيدو٬په خېبرپښتونخوا كښې د 200 اربه روپو كرپشن سكينډل رامخې ته شوے دے۔د جمعې په روځ پرېس كنفرنس ته د خطاب كولو په مهال اختيار ولي خان ووئيل نيب كوهستان كرپشن سكينډل كيس كښې لګژري ګاډي٬تر څو كلو سره زر او د اربونو روپو جائيداد ضبط كړے او ځينې اثاثې يې منجمد كړي دي۔ده ووئيل كوهستان كښې د 200 اربه روپو سكينډل رامخې ته شوے ٬تاسو تصور وكړۍ چې نورو ضلعو كښې به څه كېدل۔ده ووئيل دا كرپشن هلته كېدو چرته چې خلقو به وئېل چې مونږ كرپشن خاتمې لپاره راغلې يو۔ده ووئيل كوهستان سكينډل كښې 5 اربه روپۍ نغدې چې پكښې غېر ملكي كرنسي هم شامله ده٬هغه ضبط كړې شوي ۔ده ووئيل د جائيدادونو ټول ماليت نزدې 17 اربه روپۍ دے چې پكښې پینډۍ٬اسلام آباد٬اېبټ آباد٬پېښور كښې 109 جائيدادونه ضبط كړی شوي ٬په دې جائيدادونو كښې 30 قيمتي استوګنې ٬فيلټس٬ 12 كمرشل پلازې او څلور فارم هاؤسز هم شامل دي۔اختيارولي ووئيل زه به پخپله د دې كيس پيروي كوم او د كرپشن دا كيس به تر منطقي انجام رسوم۔ده ووئيل د دې كرپشن ټولې لارې د يو سياسي ګوند تر باني رسېږي










