د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد د پاكستان جونيئراسكواش چيمپئنز سره ملاقات

اسلام آباد 18جولائی(اے پی پی)د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد ايشين جونيئراسكواش چيمپئنز شپ 2025 كښې په زړه پورې كاميابۍ ښودلو د پاكستان جونيئر لوبغاړو سره په وزيراعظم آفس كښې ملاقات كړے۔په ملاقات كښې د پاكستان سكواش ډلې لوبغاړي٬د هغوي منيجر او د وزيراعظم يوتھ پروګرام مائندګان شامل وو ۔د وزيراعظم يوتھ پروګرام لخوا جاري شوي بيان له مخې لوبغاړو كښې نور زمان، ناصر اقبال، محمد سهیل عدنان، …

اسلام آباد 18جولائی(اے پی پی)د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد ايشين جونيئراسكواش چيمپئنز شپ 2025 كښې په زړه پورې كاميابۍ ښودلو د پاكستان جونيئر لوبغاړو سره په وزيراعظم آفس كښې ملاقات كړے۔په ملاقات كښې د پاكستان سكواش ډلې لوبغاړي٬د هغوي منيجر او د وزيراعظم يوتھ پروګرام مائندګان شامل وو ۔د وزيراعظم يوتھ پروګرام لخوا جاري شوي بيان له مخې لوبغاړو كښې نور زمان، ناصر اقبال، محمد سهیل عدنان، نعمان خان، احمد ریان خلیل، مهنور علی، عاصم خان او سحرش علی شامل وو۔ د ټولو لوبغاړو تعلق د پېښور څخه دے۔د وزيراعظم د يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان د ځوانانو لوبغاړو د محنت٬نظم و ضبط او په زړه پورې كاركردګي وستائېله۔ده په خاص توګه د عاصم خان او سحرش علي ستائنه وكړه كومو چې دا مهال پاكستان كښې په وړومبې لمبر د سكواش لوبغاړي دي۔ده د مهنور علي او سحرش علي هم ستائنه وكړه چا چې د پاكستان لپاره د سرو زرو٬سپينو زرو او د پيتلو تمغې ترلاسه كړي۔د دې نه علاوه ناصر اقبال٬محمد سهيل عدنان٬نعمان خان او احمد ريان خليل ته په ګولډ٬سلور او برونز ميډلز ګټلو هم پيرزوئنې وړاندې كړی شوې ۔د يادونې وړ ده چ ايشين جونيئر انفرادي سكواش چيمپئن شپ 2025 كښې پاكستان مين ايونټ كښې دوه ګولډ٬دوه سلور٬يو برونز او پلیټ ايونټ كښې 2 ګولډ ميډلز ترلاسه كړي دي

مزید خبریں