وزيراعظم شهباز شريف سره د ليبيا د وسله والو ځواكونو كمانډر ان چيف ليفټيننټ جنرل صدام خليفه ابو قاسم هفتار د خپل پلاوي سره وليدل

اسلام آباد 18جولائی(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف سره د ليبيا د وسله والو ځواكونو كمانډر ان چيف ليفټيننټ جنرل صدام خليفه ابو قاسم هفتار سره د څبل پلاوي د جمعې په ورځ په وزيراعظم هاؤس اسلام آباد كښې ملاقات كړے۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په دې موقع وزيراعظم د ليبيا كمانډر ان چيف او د هغه پلاوي ته پاكستان كښې هركلے اووې۔په ملاقات …

اسلام آباد 18جولائی(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف سره د ليبيا د وسله والو ځواكونو كمانډر ان چيف ليفټيننټ جنرل صدام خليفه ابو قاسم هفتار سره د څبل پلاوي د جمعې په ورځ په وزيراعظم هاؤس اسلام آباد كښې ملاقات كړے۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په دې موقع وزيراعظم د ليبيا كمانډر ان چيف او د هغه پلاوي ته پاكستان كښې هركلے اووې۔په ملاقات كښې دواړو هېوادونو ترمينځه بېلو څانګو كښې په مرسته خبرې وشوې۔ د ليبيا وسله والو ځواكونو كمانډر ان چيف پاكستان كښې په هركلي او كوربتوب كولو د وزيراعظم مننه وكړه۔په ملاقات كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار٬د دفاع وزير خواجه آصف٬د دفاعي پېداوار وفاقي وزير رضا حيات هراج٬د وزيراعظم صلاحكار ډاكټر توقير شاه٬د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي او اړوند اعلٰی سركاري افسرانو ګډون وكړو

مزید خبریں