د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په قلات كښې د پوليس په قافله د فتنه الهندوستان د ترهه ګرو بريد وغندلو

اسلام آباد 18جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي قلات څخه كوئټې ته په تلونكې پوليس قافله د ترهه ګر بريد په سختو ټكو غندنه كولو سره دا د فتنه الهندوستان يو بل سازش وګرځولو۔د داخله وزارت لخوا جاري شوي بيان كښې محسن نقوي شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل لنډ مهاله ډي اېس پي انسپكټر عبدالرزاق او كانسټيبل رضا محمد د خپل ځان …

اسلام آباد 18جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي قلات څخه كوئټې ته په تلونكې پوليس قافله د ترهه ګر بريد په سختو ټكو غندنه كولو سره دا د فتنه الهندوستان يو بل سازش وګرځولو۔د داخله وزارت لخوا جاري شوي بيان كښې محسن نقوي شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل لنډ مهاله ډي اېس پي انسپكټر عبدالرزاق او كانسټيبل رضا محمد د خپل ځان په قربانۍ وركولو د هېواد د حرمت او امن حفاظت عظيمه فريضه ترسره كړه ۔ده د شهيدانو كورنيو سره د غمرازۍ او يو والي څرګندونه كولو سره ووئېل ټول قام د هغوي په غم كښې برابر شريك دے۔داخله وزير د ژوبل شوو اهلكارو روغ صحت لپاره دعا وكړه او د دې عزم څرګندونه يې وكړه چې د هغوي بزدلانه بريدونو څخه به رياست كمزورې نه شي۔ده ووئيل د فتنه الهندوستان ترهه كر د بلوچستان پشمول د پاكستان نورو برخو كښې د ناامنۍ خپرولو هڅه كوي خو د قام تائيد او د امنيتي ادارو جرات به د هغوي بشپړه خاتمه باوري كړي

مزید خبریں