وزيراعظم محمد شهباز شريف په ايشيئن انډر 16 والي بال چيمپئن شپ كښې فائنل لپاره په كواليفائي كولو پاكستانۍ ډلې له مباركي وركړه

اسلام آباد 18جولائی(اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف په ايشيئن انډر 16 والي بال چيمپئن شپ كښې فائنل لپاره په كواليفائي كولو پاكستانۍ ډلې له مباركي وركولو سره د خوشحالۍ څرګندونه كړې ده ۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئېل پاكستان په ټول ټورنامنټ كښې ماتې نه ده خوړلې٬په سيمي فائنل كښې هند ته ماتې وركولو سره فائنل لپاره كواليفائي كول خوشبينه ده۔ده ووئيل ټول قام په خپلو ځوانانو وياړ لري٬دعا ده چې لويې څښتن دې فائنل كښې هم پاكستانۍ ډله كاميابه كړي۔