وزيراعظم محمد شهباز شريف په مالي كال 25-2024 كښې د كرنټ اكاؤنټ په سرپلس كېدو تر 2.1 ارب ډالر رسېدو د تشكر څرګندونه

اسلام آباد 18جولائی(اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف په مالي كال 25-2024 كښې د كرنټ اكاؤنټ په سرپلس كېدو او تر 2.1 ارب ډالر رسېدو د تشكر څرګندونې سره وئېلي دي كرنټ اكاؤنټ په سرپلس كېدو د تېرو 22 كلونو لوړې كچې ته رسېدل خوشبينه دے۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئېل د حكومتي اقدامات له امله د زرمبادله …

اسلام آباد 18جولائی(اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف په مالي كال 25-2024 كښې د كرنټ اكاؤنټ په سرپلس كېدو او تر 2.1 ارب ډالر رسېدو د تشكر څرګندونې سره وئېلي دي كرنټ اكاؤنټ په سرپلس كېدو د تېرو 22 كلونو لوړې كچې ته رسېدل خوشبينه دے۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئېل د حكومتي اقدامات له امله د زرمبادله پانګې 19 ارب ډالرز څخه زياتې شوي ٬ د كرنټ اكاؤنټ سرپلس كښې د استحكام بنيادي سبب ترسيلات زر او برآمدات كښې خاطر خواه اضافه ده ۔ده ووئيل ورځ په ورځ ښه كېدو سره مالياتي او معاشي اشارې دا څرګندوي چې د هېواد معيشت د استحكام په لاره روان شوے۔وزيراعظم ووئيل حكومت په هېواد كښې كاروبار او سرمايه كار دوست ماحول ښه كولو په اړه ترجيحي اقدامات كوي٬ دغسې دحكومت معاشي ډلې هڅې د ستائنې وړ دي

مزید خبریں