اسلام آباد 18جولائی(اے پی پی)د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئېلي دي د مذهبي چارو وزارت زائرين تحفظ او آسانيو لپاره جديد آن لائن سسټم معارفي كړے چرته چې زائر او ګروپ آرګنائزر ته QR كوډ والا اي-كارډ جاري كولې شي٬د دې اقدام څخه به كورنۍ او حكومت ته هر مسافر او زائر سمدستي معلومات ترلاسه شي۔د جمعې په ورځ د مذهبي چارو وزارت له مخې خپل بيان …
د مذهبي چارو وزارت د زائرين تحفظ او آسانيو لپاره جديد آن لائن سسټم معارفي كړے۔سردار محمد يوسف

مزید خبریں
اسلام آباد 18جولائی(اے پی پی)د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئېلي دي د مذهبي چارو وزارت زائرين تحفظ او آسانيو لپاره جديد آن لائن سسټم معارفي كړے چرته چې زائر او ګروپ آرګنائزر ته QR كوډ والا اي-كارډ جاري كولې شي٬د دې اقدام څخه به كورنۍ او حكومت ته هر مسافر او زائر سمدستي معلومات ترلاسه شي۔د جمعې په ورځ د مذهبي چارو وزارت له مخې خپل بيان كښې ده ووئيل چ ايران٬عراق او سوريې چارواكو سره مسافرو او زائرين فهرستونه په وخت شيئر كولې شي٬ دې اقدام څخه به د كوم هم ډول غلط فهمۍ يا د پروپيګنډې ګنجائش ختم شي۔د مذهبي چارو وفاقي وزير ووئيل ټول ټور آپريټرز او زائرين څخه خواست دے چې تر 31 اګست 2025 خپل تفصيلات زمونږ په پورټل درج كړي دغسې چې د كوم هم وګړي نوم”نامكمل فهرست”كښې پاتې نه شي۔ده ووئيل زمونږ مقصد د هر پاكستاني سفر محفوظول دي۔سردار محمد يوسف ووئيل د پاكستان حكومت د بهر هېوادونو سفر كوونكو وګړو خېرښېګړې ته وړومبې پام لرنه كوي٬راځۍ چې په ګډه دا ډيجيټل نظام كامياب كړو٬ راځۍ چې نړۍ ته دا باور وركړو چې ريكارډ سپيځلے دے او پاكستان ذمه وارې نګرانۍ لپاره جديد ټېكنالوجي كاروي۔ده ووئيل تېره ورځ زما په خبرو كښې د “40 زره” زائرين چې كومه حواله وركړې شوې د هغې مقصد هر ګز دا تاثر وركول نه وو چې په زرګونو پاكستاني بهر هېوادونو كښې بې دركه دي٬اصل معامله دا ده چې پخواني كاغذي ريكارډ تراوسه زمونږ مركزي ډيجيټل رجسټري ته په بشپړه توګه نه دې منتقل شوے










