خيبر پښتونخوا كښې د بارانونو له امله پيښو كښې 2 كسان په حق ورسيدل: پي ډي ايم اے

پېښور ۔ 18 جولائی (اے پی پی) خېبر پښتونخوا كښې د اوسنيو بارانونو له امله په بېلو ضلعو كښې د رامخې ته شوو پیښو په مهال 2 كسان په حق رسېدلې دي۔ د صوبائی ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی لخوا د جاري شوي رپورټ له مخې د بارانونو په نتيجه كښې د كورونو چھتونو او دېوالونو پرېوتو په شمول د لېنډ سلائيډنګ يو شمېر پېښې رامخې ته شوي ۔ په رپورټ كښې …

پېښور ۔ 18 جولائی (اے پی پی) خېبر پښتونخوا كښې د اوسنيو بارانونو له امله په بېلو ضلعو كښې د رامخې ته شوو پیښو په مهال 2 كسان په حق رسېدلې دي۔ د صوبائی ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی لخوا د جاري شوي رپورټ له مخې د بارانونو په نتيجه كښې د كورونو چھتونو او دېوالونو پرېوتو په شمول د لېنډ سلائيډنګ يو شمېر پېښې رامخې ته شوي ۔ په رپورټ كښې دا هم وئيلې شوي د زيات باران د لاسه پېښې په بونېر، شانګله، اېبټ آباد، بټګرام، كوز کوهستان او مانسهره كښې رامخې ته شوې۔ په لوئر کوهستان كښې د لېنډ سلائيډنګ يوه پېښه كښې يو كس په حق ورسېد۔ دغسې په بټګرام كښې د كور چھت پرېوتو له امله يو ماشوم په حق رسېدلے۔ د بارانونو د لاسه په بېلو پېښو كښې 11 ډنګر هم مړه شوي دي۔ يو كور ويجاړ شوے او 8 نور په جزوي توګه زيانمن شوي دي۔ بلخوا پی ډي اېم اے اړوندې ضلعي انتظاميې ته په ځپليو سيمو كښې د مرستې كارروايۍ تندولو هدايات جاري كړې دي ۔

مزید خبریں