د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د ليبيا وسله والو ځواكونو كمانډر انچيف ملاقات

اسلام آباد 18جولائی(اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د ليبيا وسله والو ځواكونو كمانډر انچيف ليفټيننټ جنرل صدام خليفه حفتر د جمعې په ورځ په جنرل هيډ كوارټرز كښې ملاقات كړے۔د آئي اېس پي ير له مخې جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د شريك خوښې په چارو٬سيمه ايز صورتحال٬ د امنيت چيلجونو او دفاعي مرستې په چارو د خيالاتو څرګندونه …

اسلام آباد 18جولائی(اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د ليبيا وسله والو ځواكونو كمانډر انچيف ليفټيننټ جنرل صدام خليفه حفتر د جمعې په ورځ په جنرل هيډ كوارټرز كښې ملاقات كړے۔د آئي اېس پي ير له مخې جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د شريك خوښې په چارو٬سيمه ايز صورتحال٬ د امنيت چيلجونو او دفاعي مرستې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔دواړو لارښودو د امنيت چیلنجونو مخ نيوي لپاره د دفاعي صنعتي مرستې او تكنيكي پوهې په تبادله اتفاق وكړو ۔جنرل هيډكوارټرز(جي ايچ كيو)ته په رسېدو د ليفټيننټ جنرل صدام خليفه حفتر پاك پوځ شهيدانو ته د پيرزوئنې وړاندې كولو سره د شهيدانو په يادګارونو د ګلونو څادر خپور كړو۔ د خاص مېلمه تود هركلے وكړے شو او د پاك پوځ چټك ډلې ورته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔

مزید خبریں