د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي جهلم كښې د سېلاب ځپلو رېسكيو كولو له د لاهو شوي پوليس كانسټيبل حېدر علي قربانۍ ته پيرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد 18جولائی(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په جهلم كښې د سېلاب ځپلو رېسكيو كولو په مهال سېلاب كښې د لاهو شوي پوليس كانسټيبل حېدر علي قربانۍ ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي ۔داخله وزارت لخوا جمعې په ورځ جاري شوي بيان كښې داخله وزير محسن نقوي ووئېل د پنجاب پوليس كانسټيبل حېدر علي د نورو ژوند په بچ كولو كښې د خپل ځان په قربانۍ وركولو …

اسلام آباد 18جولائی(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په جهلم كښې د سېلاب ځپلو رېسكيو كولو په مهال سېلاب كښې د لاهو شوي پوليس كانسټيبل حېدر علي قربانۍ ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي ۔داخله وزارت لخوا جمعې په ورځ جاري شوي بيان كښې داخله وزير محسن نقوي ووئېل د پنجاب پوليس كانسټيبل حېدر علي د نورو ژوند په بچ كولو كښې د خپل ځان په قربانۍ وركولو د فرض شناسي اعلٰی مثال قائم كړو ۔محسن نقوي ووئيل د شهيد كانسټيبل حېدر علي قربانۍ ته سلام كوو۔داخله وزير ووئيل كانسټيبل حېدر علي د خپل ځان په قربان وركولو د نورو ژوند بچ كړو ۔ده ووئيل شهيد كانسټيبل حېدر علي د قام اتل دے چا چې په بهادرۍ سره خپل فرض ترسره كړل ۔محسن نقوي ووئيل چ د كانسټيبل حېدر علي لازواله قرباني به قام تل يا ساتي۔وفاقي وزير محسن نقوي د شهيد كانسټيبل حېدر علي كورنۍ سره يو والي او غمرازۍ كولو سره ووئېل د شهيد كانسټيبل حېدر علي كورنۍ سره ولاړ يو۔

مزید خبریں