اسلام آباد۔18جولائی (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف برقي موټرو ته د عامو وګړو لاسرسي باوري كولو له په حكومتي كچ د اقداماتو د يو جامع پلان جوړولو لارښوونه كولو سره وئيلي دي چې د برقي موټرو هڅونې سره به د تېلو په برخه کښې د اربونو ډالرو قيمتي زرمبادلې بچت وشي۔ ماحولياتي تحفظ كښې به مرسته ترلاسه شي او كورنې صنعت به وده ومومي۔ د وزیراعظم آفس ميډيا څانګې …
د برقي موټرو هڅونې سره به د تيلو په برخه کښې د اربونو ډالرو قيمتي زرمبادله بچ شي ٬ ماحولياتي تحفظ كښې به مرسته ترلاسه شي او كورنې صنعت به وده ومومي:وزیراعظم شهباز شریف

مزید خبریں
اسلام آباد۔18جولائی (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف برقي موټرو ته د عامو وګړو لاسرسي باوري كولو له په حكومتي كچ د اقداماتو د يو جامع پلان جوړولو لارښوونه كولو سره وئيلي دي چې د برقي موټرو هڅونې سره به د تېلو په برخه کښې د اربونو ډالرو قيمتي زرمبادلې بچت وشي۔ ماحولياتي تحفظ كښې به مرسته ترلاسه شي او كورنې صنعت به وده ومومي۔ د وزیراعظم آفس ميډيا څانګې لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په هېواد كښې د برقي موټرو هڅونې، د برقي بایسکلونو، رکشو او لوډرو په ترلاسه کولو کښې د حکومتي ملاتړ جاج اغستو غونډه د جمعې په ورځ وشوه۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احد خان چیمه، عطاء تارړ، خاص مرستيال هارون اختر، چيف كوآرډينېټر مشرف زېدي او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ وزيراعظم ووئيل وفاقي حكومت به د وفاق په شمول د ګرد هېواد د تعليمي بورډز تر ټولو زياتو لمبرو اغستونكو ته برقي بائيك وركوي٬ حكومت به په ترجيحي بنيادونو داسې كسانو ته چې روزګار نه لري روزګار لپاره برقي ركشې او لوډرز وركوي۔ ده هدايت وكړو چې په هېواد كښې دې د برقي ګاډو تیارۍ او مېنټی ننس لپاره يو بشپړ اېکو سسټم تشکیل كولو له اقدامات وكړې شي او د برقي ګاډو وېش او په دې كښې د حكومتي مرستې بشپړې تګلارې دې تھرډ پارټی وېلیډېشن وكړے شي۔ په غونډه كښې په هېواد كښې د برقي ګاډو جوړېدو حوالې سره د صنعت د موجوده صورتحال او د عام وګړو دې ته لاسرسۍ لپاره په حكومتي اقداماتو بريفنګ وركړے شو۔ غونډې ته ووئيلې شوو چې حكومت د الېکټرک بائیکس، رکشه او لوډر په كم قيمت او آسانو شرطونو ترلاسه كولو كښې د اولس مرسته كولو له اقدامات كوي۔ يو لك څخه د زياتو برقي بائيكس او 3 زره څخه زياتې ركشې او لوډرز په آسانو شرطونو او كم قيمت ترلاسه كولو كښې به حكومت مرسته كوي۔ غونډې ته ووئيلې شوو چې د دې سكيم له مخې به د فېډرل بورډ په شمول د ګرد هېواد په تعليمي بورډز كښې د انټرمېډيټ په كچه اعلی كاركردګي ښودونكو زده كوونكو هلكانو او انجونو ته وېړيا برقي بائيكس وركولې شي۔ غونډې ته ووئيلې شوو چې په دې سكيم كښې د مېرمنو 25 فیصده خصوصي كوټه بېله كړې شوې ده او د آبادۍ تناسب سره د باقي صوبو كوټه مختص كړې شوې ده۔ وزیراعظم د بلوچستان كوټه تر 10 فيصده زياتولو هدايت وكړو۔ غونډې ته ووئيلې شوو چې د دې سكيم له امله په هېواد كښې بېټري جوړونكې 4 نوې كمپنۍ خپل آپرېشن پیل كوي چې ورسره به په پاكستان كښې نوې كاروباري موقعې او روزګار ترلاسه شي۔ وزیر اعظم د سكيم اجراﺀ زر تر زره باوري كولو هدايت وكړو۔(










