د شاليمار ريكارډنګ كمپنۍ د ملازمينو د روزګار تحفظ له د كمپنۍ بحالول ضروري دي٬ عدالت ته استدعا كولو له راغلې وو ٬ د تېر دور يو حكومت پي آئي اے ته د اربونو روپو زيان ورسولو ٬ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ

اسلام آباد۔18جولائی(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې د شاليمار ريكارډنګ كمپنۍ بحالۍ لپاره بزنس پلان به په عدالت كښې جمع كړے شي٬ د كمپنۍ 300 څخه د زياتو ملازمينو د روزګار تحفظ لپاره د كمپنۍ بحالول ضروري دي٬ د تېر دور د يو حكومت غېر مسوؤلانه بيان د لاسه پي آئي اے د اربونو روپو زيان سره مخ شوه ٬ خېبر پښتونخوا …

اسلام آباد۔18جولائی(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې د شاليمار ريكارډنګ كمپنۍ بحالۍ لپاره بزنس پلان به په عدالت كښې جمع كړے شي٬ د كمپنۍ 300 څخه د زياتو ملازمينو د روزګار تحفظ لپاره د كمپنۍ بحالول ضروري دي٬ د تېر دور د يو حكومت غېر مسوؤلانه بيان د لاسه پي آئي اے د اربونو روپو زيان سره مخ شوه ٬ خېبر پښتونخوا حكومت كښې نااهلي او كرپشن انتها ته رسېدلے دے۔ د جمعې په ورځ د اسلام آباد هائي كورټ مخې ته ميډيا سره خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د اېس آر بی سی کمپنۍ بحالۍ لپاره عدالت ته استدعا كولو له راغلې وو٬ عدالت ته مو خپل دريځ وړاندے كړے دے۔ ده ووئيل د كمپنۍ 300 څخه د زياتو ملازمينو د روزګار تحفظ لپاره د كمپنۍ بحالول ضروري دي۔ وفاقی وزیر ووئيل عدالت بزنس پلان جمع كولو له احكامات جاري كړې دي٬ د كمپنۍ بحالۍ لپاره به بزنس پلان جمع كولې شي۔ ده ووئيل د ملازمینو تنخاګانې اكاؤنټ ته راغلې دي ٬ عدالت لیکویډیټر ته هدايت كړے دے چې د اېس آر بي سي ملازمينو ته دې تنخاګانې ادا كړې شي۔ ده ووئيل اورېدنه د قانون له مخې روانه ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل د تېر وخت يو حكومت غېر مسوؤلانه بيان وركولو سره پي آئي اے ته د اربونو روپو زيان ورسولو۔ ده ووئيل د پاك پروردګار شكر دے چې زمونږ په دور كښې د پي آئي اے پروازونه اروپا او برېتانيې لپاره بحال شوي دي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په خېبر پښتونخوا حكومت كښې نااهلي او كرپشن په انتها دے٬ په سوات درياب كښې سېلګري ډوبېدو څخه بچ نه كړې شول

مزید خبریں