سول سروس به د عصري ټيکنالوجۍ او د نړيوالې كچې د اولسي خدماتو معيار له مخې كول وي : وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد 18 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د سول سروس لا فعاله كولو لپاره د دې د تجديد نو په ضرورت زور راوړولو سره وئيلي چې سول سروس به د عصري ټيکنالوجۍ او د نړيوالې كچې د اولسي خدماتو معيار له مخې كول وي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د سول سروس ريفارمز په …

اسلام آباد 18 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د سول سروس لا فعاله كولو لپاره د دې د تجديد نو په ضرورت زور راوړولو سره وئيلي چې سول سروس به د عصري ټيکنالوجۍ او د نړيوالې كچې د اولسي خدماتو معيار له مخې كول وي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د سول سروس ريفارمز په اړه د جاج غونډه د جمعې په ورځ وشوه چې پكښې وفاقي وزيرانو احسن اقبال، احد خان چيمه، علي پروېز ملك او نورو اړوند سركاري چارواكو ګډون وكړو۔ وزيراعظم ووئيل د هېواد سول سروس به عصري ټيکنالوجۍ او په نړيواله كچه د اولسي خدماتو رائج معيار سره سمول وي۔ سول سروس لا فعاله كولو لپاره د دې تجديد نو د وخت مهم ضرورت دے ۔ ده ووئيل سول سروس د حکومت د عملي کارکردګۍ او بېلا بېلو څانګو كښې د پاليسۍ په موثره عملدرآمد كښې کليدي کردار لوبوي، د سول سروس د جامع او مؤثرې لائحې له مخې تجديد نو د حکومت وړومبۍ ترجيح ده۔ وزيراعظم امر وكړو چې د سول سروس په انتظامي او اداراجاتي ريفارمز كښې دې د سركاري افسرانو او اولسي نمائندګانو رايې شاملول باوري كړې شي۔ په غونډه كښې وفاقي وزير احسن اقبال وزيراعظم ته د سول سروس مجوزه ريفارمز په اړه بريفنګ وركړو۔

مزید خبریں