د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين د پاك چين اقتصادي او تجارتي تبادلې كنفرنس په موقع د چين پلاوي سره ملاقات

اسلام آباد۔17جولائی(اے پی پی) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين د پاك چين اقتصادي او تجارتي تبادلې كنفرنس په موقع د چين پلاوي سره اعلٰی كچ ملاقات كړے۔د زيارت په ورځ شوي ملاقات كښې د ګوند كمېټۍ سيكرټري او د سنكيانګ پروډكشن اينډ كنسټركشن كارپس(ايكس پي سي سي)هي ژونګيو او په پاكستان كښې د چين سفير جيانګ زائيډونګ ګډون كولو ۔په دې موقع د دواړو …

اسلام آباد۔17جولائی(اے پی پی) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين د پاك چين اقتصادي او تجارتي تبادلې كنفرنس په موقع د چين پلاوي سره اعلٰی كچ ملاقات كړے۔د زيارت په ورځ شوي ملاقات كښې د ګوند كمېټۍ سيكرټري او د سنكيانګ پروډكشن اينډ كنسټركشن كارپس(ايكس پي سي سي)هي ژونګيو او په پاكستان كښې د چين سفير جيانګ زائيډونګ ګډون كولو ۔په دې موقع د دواړو هېوادونو ترمينځه زرعي تحقيق٬ د پومبې پېداوار٬ د تخمونو بهترۍ٬د اوبه خور موثر نظام او جديد زرعي ټېكنالوجۍ تبادلو پشمول په نورو مهمو څانګو كښې په مرسته تفصيلي خبرې وشوي۔وفاقي وزير رانا تنوير حسين ووئيل كركيله نه يوازې د پاكستان د معيشت بنياد دے بلكې دا پاكستان او چين ترمينځه د مرستې لپاره يو قوي پل هم دے۔ده په پاكستان كښې په دې وروستيو كلونو كښې په خاص توګه د پومبې پیداوار كښې كمے٬غېر معياري تخمونو او د پخوانۍ كركيلې طريقې يو لويې چېلنج وګرځولو ۔وفاقي وزير په دې خبره زور راوړو چې پاكستان سنكيانګ كركيلې څانګه كښې ترلاسه شوې كاميابو څخه بشپړه استفاده پورته كول غواړي٬په خاص توګه داسې سيمې چې د هغې آب و هوا دائمي نه وي او مماثلت يې د پاكستان يو شمېر سيمو سره وي۔د ملاقات په پاې كښې وفاقي وزير رانا تنوير حسين د دې خبرې پخلے وكړو چې زرعي پرمختګ نه يوازې قامي ترجيح بلكې د پاكستان او چين اوږدې مودې ورورولي مستحكمولو ذريعه هم ده٬مونږ دا شراكتداري لا قوي كول غواړو دغسې چې زمونږ كروندګر٬محقيقين او نوې كل د دې څخه نيغ په نيغه مستفيد شي

مزید خبریں