وزيراعظم شهباز شريف د نيشنل ايمرجنسيز آپريشنز سنټر اسلام آباد دوره ٬ په راتلونكو كلونو كښې د پشكال او كلاؤډ برسټ د لاسه د رامخې ته كيدونكې كوم هم صورتحال مخنيوي لپاره د پيشګي اقدامات امر

اسلام آباد۔17جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په راتلونكو كلونو كښې د پشكال او كلاؤډ برسټ د لاسه د رامخې ته كيدونكې كوم هم صورتحال مخنيوي لپاره د پيشګي اقدامات امر كولو سره وئيلي دي په دې لړ كښې به وفاقي حكومت هر ممكن مرسته كوي٬ اېن ډي اے دې صوبو سره په ګډه په دې لړ كښې بشپړه منصوبه بندي وكړي٬ د پشكال په مهال صوبې چمتوي وي او …

اسلام آباد۔17جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په راتلونكو كلونو كښې د پشكال او كلاؤډ برسټ د لاسه د رامخې ته كيدونكې كوم هم صورتحال مخنيوي لپاره د پيشګي اقدامات امر كولو سره وئيلي دي په دې لړ كښې به وفاقي حكومت هر ممكن مرسته كوي٬ اېن ډي اے دې صوبو سره په ګډه په دې لړ كښې بشپړه منصوبه بندي وكړي٬ د پشكال په مهال صوبې چمتوي وي او په صورتحال قابو مومي چې له امله يۍ ځاني زيان كم شوے او كوم چې شوے په هغې د افسوس څرګندونه كوو۔ د زيارت په ورځ وزيراعظم شهباز شريف د نېشنل اېمرجنسیز آپرېشنز سنټر اسلام آباد دوره وكړه۔ په دې موقع وزیراعظم ته د پشكال بارانونو او سېلابي صورتحال په اړه بريفنګ وركړے شو۔ وزيراعظم په دې موقع ووئيل د تېرو څو اوونيو په مهال دا زما د اېن ډي اېم اے دويمه دوره ده٬ په اېن ډي اېم اے كښې د عصري ټېكنالوجي په ليدلو زه خوشحاله شوے يم۔ وزیراعظم ووئيل په دې وروستو كښې د كلاؤ برسټ پېښې رامخې ته شوې د كومو د لاسه چې غېر معمولي صورتحال سره مخ شوي يوو۔ په چکوال، لاهور، پېنډۍ او نورو ښارونو كښې زيات بارانونو وشول٬ د پاك پروردګار شكر دے چې د سوئيلي پنجاب په شمول په نورو سيمو كښې زيان مند بارانونه نه دي شوي ۔ ده ووئيل د اېن ډي اېم اے پي ډي اېم ايز سره كوآرډينېشن خوشبينه دے۔ د پنجاب حکومت د وزیراعلیٰ مریم نواز په مشرۍ كښې او نورو صوبائي حكومتونو د پشكال غېر معمولي صورتحال مخنيوي لپاره ښه انتظامات كړي چې په نتيجه كښې يۍ ځاني زيان كم شوے او كوم چې شوے پاك پروردګار دې هغوي له په جنت الفردوس كښې ځائے وركړي۔ ده ژوبل شوو لپاره د زر روغتيا دعا هم وكړه۔ ده ووئيل په راروانو كلونو كښې په كلاؤډ برسټ كښې لا زياتولې راتللې شي ٬ له دې كبله د دې مخنيوي له به وړاندې څخه چمتوالے نيول وي۔ وزیراعظم ووئيل د موسمياتي بدلونونو وزارت او د منصوبه بندۍ وزارت له به اېن ډي اېم اے او صوبو سره په ګډه راروان كلونو له چمتو والے نيول وي۔ وزيراعظم ووئيل د بده مرغه پاكستان د نړۍ په هغه هېوادونو كښې دے په كومو كښې چې د ګاز اخراج د نشت برابر دے خو د دې باوجود مونږ د نړۍ تر ټولو زيات درېو ځپلے شوو هېوادونو كښې شامل يوو۔ وزيراعظم په دې موقع د اطلاعات او خپرونو د وفاقي وزير كردار ګټور ګرځولو سره د هغه مننه وكړه۔ ده وفاقي وزير ته هدايت وكړو چې د خبرتيا كمپائن او د دې حساسيت څخه اولس په وخت خبر وساتئ۔ دې لپاره به په سوشل ٬ الېكټرانك او پرنټ درې واړو څانګو كشې كار كول وي۔ دې څخه وړاندې د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټېننټ جنرل انعام حیدر وزیراعظم ته د بريفنګ وركولو په مهال ووئيل د روان كال په مهال د بشكال مجموعي شدت د تېر كال په مقابل كښې 60 څخه 70 فیصد زيات دے۔ تر دې دمه 178 كسان په حق رسېدلې دي او 500 ژوبل شوي دي۔ سږ كال د پنجاب په ښكته سيمو او اسلام آباد سره پېوستو سيمو او آزاد جمو وكشمير كښې د دې شدت زيات دے۔ وزیراعظم ته ووئيل شول هر ورځ ډېټا صوبائي اېن ډي اېم اے سره شيئر كولې شي٬ آرمی، ریسکیو 1122، د چیف سیکرټریز دفترونه ، اریګېشن واټر اېنډ پاور سره اړوند چارواكي آن بورډ دي۔ په راتلونكو 7 ورځو كښې اندېښنه ده چې پنجاب ٬ آزاد جمو و كشمير او د كے پي كے قطبې سيمې به زياتې اغېزمندې شي۔ وزیراعظم ته ووئيل شول تر دې دمه د پشكال درې سپېل راغلي٬ 21 څخه تر 28 جولائی څلورم ٬ د اګست په اولنۍ اونۍ كښې پنځم ٬ دويمه اونۍ كښې شپږم او درېمه اونۍ كښې د اووم سپېل امكان دے۔ ده وزيراعظم ته دا هم ووئيل نن شپه په پېنډۍ او اسلام آباد كښې د زيات باران ورېدو امكان دے

مزید خبریں