حکومت مېرمنو ته د انصاف وركولو عزم لري٬ بشري حقونو څخه چې چرته هم سرغړونه كېږي كاروائي به كولې شي۔ صباء صادق

اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) د بشري حقويو پارلماني سيکرټري صباء صادق وئيلي دي حکومت مېرمنو ته د انصاف وركولو عزم لري٬ د مېرمنو په ضد د په جرمونو كښې زيرو ټالرنس پاليسي لرو، د ثناء يوسف، ايمان افروز او د ثانيه قضيې به ټېس کيسز جوړولې شي، د تورنو په ضد به پراسيکيوشن دومره قوي كولې شي چې يو تورن به بچ نشي٬ بشري حقونو څخه چې …

اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) د بشري حقويو پارلماني سيکرټري صباء صادق وئيلي دي حکومت مېرمنو ته د انصاف وركولو عزم لري٬ د مېرمنو په ضد د په جرمونو كښې زيرو ټالرنس پاليسي لرو، د ثناء يوسف، ايمان افروز او د ثانيه قضيې به ټېس کيسز جوړولې شي، د تورنو په ضد به پراسيکيوشن دومره قوي كولې شي چې يو تورن به بچ نشي٬ بشري حقونو څخه چې چرته هم سرغړونه كېږي كاروائي به كولې شي۔ دا خبره دې د بشري حقونو په حواله غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په غونډه كښې د بشري حقونو سيکرټري عبدالخالق شېخ، ايس پي آپريشنز سيد کاظم نقوي، پراسيکيوټر جنرل غلام سرور، صدر نېشنل پريس کلب اظهر جتوئي، د ثناء يوسف، ايمان افروز، ثانيه كورنۍ٬ د سول سوسائټي، وکيلانو او د ميډيا استازو پشمول نورو هم ګډون وكړو ۔ صباء صادق زياته كړه چې تېر كال د دوو جينكو خلاف درې پېښې د افسوس او غندنې وړ دي٬ په دغه پېښو كښې د ككړو كسانو په نيولو د اسلام آباد پوليس ستائنه كوٶ۔ دې ووئيل د وزيراعظم په امر د مېرمنو او انجونو په ضد په جرائم كښئ زیرو ټالرنس پالیسي لرو۔ دې ووئيل د ثناء يوسف، ايمان افروز او د ثانيه قضيې به ټېس کيسز جوړولې شي، د تورنو په ضد به پراسيکيوشن دومره قوي كولې شي چې يو تورن به بچ نشي٬ دې ووئېل بشري حقونو څخه چې چرته هم سرغړونه كېږي كاروائي به كولې شي۔

مزید خبریں