اسلام آباد۔17جولائی(اے پي پي) پاكستان كښې د تركيه سفير عرفان نذیر اوغلو وئيلي دي د پاكستان او تركيه ترمينځه د ملګرتيا او ورورولۍ پخوانۍ تاريخي اړيكې قائم دي او زمونږ هڅه ده چې د دواړو هېوادونو نوې نسلونه دا اړيكې لا مضبوطې كړي۔ ده تېره ورځ د علامه اقبال اوپن پوهنتون او يونس اېمرے انسټي ټيوټ شريك سمر كېمپ په اختتامي دستوره كښې د خاص مېلمه په حېث خطاب كولو۔ …
د پاكستان او تركيه ترمينځه سياسي ٬ سفارتي او معاشي اړيكې لا مضبوطيږي: ترك سفير عرفان نذير اوغلو

مزید خبریں
اسلام آباد۔17جولائی(اے پي پي) پاكستان كښې د تركيه سفير عرفان نذیر اوغلو وئيلي دي د پاكستان او تركيه ترمينځه د ملګرتيا او ورورولۍ پخوانۍ تاريخي اړيكې قائم دي او زمونږ هڅه ده چې د دواړو هېوادونو نوې نسلونه دا اړيكې لا مضبوطې كړي۔ ده تېره ورځ د علامه اقبال اوپن پوهنتون او يونس اېمرے انسټي ټيوټ شريك سمر كېمپ په اختتامي دستوره كښې د خاص مېلمه په حېث خطاب كولو۔ د ترک سفیر وېنا وه د پاکستان-ترکیه سیاسی،سفارتي او معاشي اړيكې لا مضبوطيږي٬ د سمر كېمپ په څير فعاليتونو سره به د دواړو هېوادونو نوي نسلونه يو بل ته نزدې شي كوم به چې د اړيكو په لا مضبوطولو كښې كردار ترسره كړي۔ ترك سفير د سمر كېمپ په كولو علامه اقبال اوپن پوهنتون او يونس اېمرے انسټي ټيوټ ته مباركي وركړه۔ په دې موقع خپل خطاب كښې د پوهنتون وي سي پروفېسر ناصر محمود ووئيل په روان دور كښې دوست هېوادونو سره يو برابر تلل د وخت مهم حاجت دے٬ ژبه زده كول او په دې ځان پوهولو سره هېوادونه يو تر بله نزدې كيږي او اړيكې لا مضبوطېږي۔ ده ووئېل د كوچنيانو تر ټولو غوره تريبه دا ده چې د هغوي سكرين ټائم كم كړے شي او هغوي ته هنر او علم وښودلې شي۔ ده ووئيل علامه اقبال اوپن پوهنتون ژبو ته اهميت وركړے او هم دا سبب دے چې په تېرو درې كلونو كښې پوهنتون د جاپانی، روسۍ او ترکیه په شمول يو شمېر ژبو كښې پروګرامونه وړاندې كړې۔ د ډائرېکټورېټ آف انټرنېشل کولبرېشن اېنډ اېکسچېنج ډائرېکټر ډاکټر زاهد مجید ووئيل په 10 ورځو كښې 35 كوچنيانو ته تركش ژبه ، خطاطي او غشي ويشتل وښودلې شول۔ د تركيه روايتي لوبه منګاله هم دې كوچنيانو ته وښودلې شوه۔ په دې مهال كوچنيانو په تركيه ژبه كښی 2 سندرې ووئيلې او د ملا نصير الدين دوه لطيفې يۍ واورولې۔ په سمر كېمپ كښې ګډون كوؤنكو كوچنيانو ته سندونه وركړے شول ۔ په دستوره كښې د كوچنيانو مور پلار او د پوهنتون فېكلټي غړو ګډون وكړو










