د پي اے سي د ذيلي كميتۍ غونډه

اسلام آباد۔17جولائی(اے پی پی) د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ د ذېلي كمېټۍ غونډه د زيارت په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې د كمېټۍ کنوینر سید نوید قمر په مشرۍ كښې وشو۔ په غونډه كښې د كمېټۍ غړو په شمول د اړوندو سركاري ادارو چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د ریونیو ډویژن اېف بی آر سره د اړوند رپورټ جاج واغستلے شو۔ آډټ چارواكو ووئيل اېف بي آر 18 اربه څخه …

اسلام آباد۔17جولائی(اے پی پی) د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ د ذېلي كمېټۍ غونډه د زيارت په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې د كمېټۍ کنوینر سید نوید قمر په مشرۍ كښې وشو۔ په غونډه كښې د كمېټۍ غړو په شمول د اړوندو سركاري ادارو چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د ریونیو ډویژن اېف بی آر سره د اړوند رپورټ جاج واغستلے شو۔ آډټ چارواكو ووئيل اېف بي آر 18 اربه څخه د زيات سېلز ټېكس په ترلاسه كولو كښې ناكامه راغلے۔ سید نوید قمر ووئيل په رېكوري نه كېدو كښې د اېف بي آر كسان هم ككړ دي۔ د اېف بي آر چيئرمېن ووئيل دا معامله په كريمنل ډول حل كېدې شي۔ د اېف بي آر چارواكو ووئيل كوم وګړے چې كاروبار نه كوي يوازې په جعلي رسيدونو جوړولو سره فراډ كوي هغه څخه به څنګه ريكوري كولې شي۔ سید نوید قمر ووئيل په ډي اے سي كښې دا مسئله بايد حل كړې شوې وه او كه دا چارې خپل منطقې انجام ته ونه رسولې شي نو دا صورتحال به دغسې روان وي۔ د اېف بي آر چیئرمېن ووئيل 100 فیصد خو دا ختمېدې نه شي خو په دې كښې كمے ضرور راتللے شي٬ د سېلز ټېكس رجسټرډ كاروبار 100 فيصده اصل كاروباري ادارې نه وي ٬ د پوسټ آډټ نظام او په سسټم چېكس لګولو سره بهتري راتللې شي۔ څوك هم چې فراډ كوي هغه ته به د كريمنل په نظر كتل وي۔ منزه حسن ووئيل كه د اېف بي آر 16 كسان په دې معامله كښې ككړ وو نو د هغوي په ضد كومه كارروائي وكړې شوه ؟ ۔ پي اے سي د دې معاملې يو وارې بيا اېف بي آر ته د لېږلو هدايت وكړو چې په ډي اے سي كښې دې آډټ سره په ګډه دا معامله ترسره كړې شي بياهم چې كومې ريكورۍ وكړې شي هغې ته به پي اے سي وګوري۔ د يو بل آډټ اعتراض جاج اغستو سره سيد نويد قمر ووئيل د ډي اے سي په هره غونډه كښې بايد د اېف بي آر چيئرمېن په خپله موجود وي

مزید خبریں