اسلام آباد۔17جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وړو كرونده ګرو له په آسانو شرطونو پورونه وركولو له د تګلارې وړاندې كولو امر سره وئيلي دي د كركيلې څانګې پرمختګ له وړو كرونده ګرو لپاره آسانۍ برابرولو ته حكومت تر ټولو وړومبۍ پاملرنه كوي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د هېواد زرعي پرمختګ لپاره د منصوبه بندۍ او اېګري …
د كركيلې څانګې پرمختګ له وړو كرونده ګرو ته آسانۍ وركولو ته حكومت پاملرنه كوي٬ د وزيراعظم شهباز شريف د زراعت پرمختګ لپاره د منصوبه بندۍ او ايګري فنانسنګ جاج اغستو غونډې ته خطاب

مزید خبریں
اسلام آباد۔17جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وړو كرونده ګرو له په آسانو شرطونو پورونه وركولو له د تګلارې وړاندې كولو امر سره وئيلي دي د كركيلې څانګې پرمختګ له وړو كرونده ګرو لپاره آسانۍ برابرولو ته حكومت تر ټولو وړومبۍ پاملرنه كوي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د هېواد زرعي پرمختګ لپاره د منصوبه بندۍ او اېګري فنانسنګ په اړه د جاج اغستو غونډه د زيارت په ورځ وشوه۔ په غونډه كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ، وفاقی وزيرانو احد خان چیمه، رانا تنویر حسېن، د وزیر اعظم سلاحكار اېم علی، وزير مملکت بلال اظهر کیانی، عبدالرحمن کانجو، خاص مرستيال هارون اختر، د سټېټ بنك ګورنر جمیل احمد، چیف کوآرډینېټر مشرف زېدی او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ وزیراعظم د منځومانې او وړو كروندګرو ته د كركيلې فعاليتونو له په آسانو شرطونو د پورونو وركولو سره سره د اړوندې تګلارې وړاندې كولو سپارښتنې سره ووئيل د 12 اېكړه څخه د لږې زمكې لرونكو ته د كركيلې آسانۍ په ترجيحي بنيادونو وركړې شي٬ د كركيلې څانګې پرمختګ له وړو كرونده ګرو لپاره آسانۍ برابرولو ته حكومت تر ټولو وړومبۍ پاملرنه كوي۔ وزيراعظم ووئيل حکومت كرونده ګرو له د عصري زرعي آلات برابرولو ٬ معياري تخم وركولو ٬ مصنوعي ذهانت ٬ د اوبو په غوره ډول كارولو ٬ آن فارم سمال انډسټري او نورو آسانيو لپاره د اصلاحات عمل تندولو هڅې كوي٬ د كركيلې اجناسو پراسيسنګ سره برآمدات زياتولو له د كرونده ګرو آسانيو او تربيې سره اړوند اقدامات هم په اصلاحات كښې شاملولې شي۔ غونډې ته د كركيلې څانګې روان اصلاحات سره سره د زرعی ترقیاتی بنک لمېټډ د كاركردګۍ او كرونده ګرو ته د وركړې كېدونكو پورونو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ وزیراعظم د روانې مياشتې تر پايې كرونده ګرو له په آسانو شرطونو د پورونو وركولو او په اېګري فنانسنګ څانګه كښې عصري غوښتنو سره هم آهنګي لرونكي نظام معارفي كولو له د بشپړې منصوبه بندي وړاندې كولو هدايت هم وكړو۔










