اسلام آباد۔17جولائی (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې په كابينه ډويژن كښې مهمه غونډه وشوه چې پکښې د هېواد او اولس خونديتوب لپاره د زړورتیا او مړانې ښودونكو کسانو لپاره د سول ایوارډونو نومونې بیا کتنه وشوه۔ د کورنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې اعلامیه کښې ویل شوي چې په غونډه كښې په ټولیز ډول د 71 کسانو لپاره د بېلابېلو سول …
د وفاقي وزير په مشرۍ كښې غونډه ٬ د هيواد او اولس خونديتوب له د زړورتیا او مړانې ښودونكو لپاره د سول ایوارډونو نومونې بیا کتنه وشوه

مزید خبریں
اسلام آباد۔17جولائی (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې په كابينه ډويژن كښې مهمه غونډه وشوه چې پکښې د هېواد او اولس خونديتوب لپاره د زړورتیا او مړانې ښودونكو کسانو لپاره د سول ایوارډونو نومونې بیا کتنه وشوه۔ د کورنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې اعلامیه کښې ویل شوي چې په غونډه كښې په ټولیز ډول د 71 کسانو لپاره د بېلابېلو سول اعزازونو منظوري ورکړې شوه۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي غونډې ته خپله وېنا کښې وویل چې د هېواد او اولس د ساتنې لپاره د ځانونو قرباني وركوؤنكو او د غېر معمولي مړانې ښودونكو کسانو هڅونه ډېره اړینه ده۔ محسن نقوي زیاته کړه چې دغو کسانو د خپلو ژوندونو هېڅ پروا نه کولو سره د هېواد ځانګړې خذمت كړې دې ٬ اولس به د دغو زړورو اتلانو تلل مننه كوي۔ وفاقي وزير ووئيل چې د هېواد شهیدان زمونږ د سر تاج دي او د هغوی سترې قربانۍ به تل یاد ساتلې شي۔ هغه وویل چې غازيان د اولس اتلان دي او په هغوی د ټولو ویاړ دے. محسن نقوي ټینګار وکړ چې د شهیدانو او غازیانو قربانۍ به هېڅکله ضایع نه شي۔ په غونډه كښې د کورنیو چارو خصوصي سکرتر، ايډيشنل سکرتر، د کابینې څانګې ايډيشنل سکرتر، د آئي بي مرستیال مشر او لوړ پوړو چارواکو ګډون وكړو۔ دغسې د ټولو صوبو، آزاد کشمیر او ګلګت بلتستان ايډيشنل چیف سکرتران او د کورنیو چارو سکرتران د زوم له لارې په غونډه كښې موجود وو۔










