اسلام آباد۔16جولائی(اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ٬اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال د نېشنل ډيزاسټر رسك منيجمنټ فنډ(اين ډي آر ايم ايف)په دفتر كښې مهمې غونډې مشري وكړه چې پكښې د منصوبه بندۍ سېكرټري اويس سمرا٬وائس چانسلر پائيډ ډاكټر نديم جاويد۔چيف اكانومسټ ډاكټر راجه امتياز او د منصوبه بندۍ وزارت نور اعلی چارواكو ګډون كولو۔په غونډه كښې د اين ډي آر ايم ايف ايګزيكټو ډائرېكټر د ادارې په …
د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ فنډ غونډه٬په څلور سټريټجك اهداف بريفنګ وركړے شو

مزید خبریں
اسلام آباد۔16جولائی(اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ٬اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال د نېشنل ډيزاسټر رسك منيجمنټ فنډ(اين ډي آر ايم ايف)په دفتر كښې مهمې غونډې مشري وكړه چې پكښې د منصوبه بندۍ سېكرټري اويس سمرا٬وائس چانسلر پائيډ ډاكټر نديم جاويد۔چيف اكانومسټ ډاكټر راجه امتياز او د منصوبه بندۍ وزارت نور اعلی چارواكو ګډون كولو۔په غونډه كښې د اين ډي آر ايم ايف ايګزيكټو ډائرېكټر د ادارې په څلورو سټريټجك اهداف بريفنګ وركړو چې پكښې د طبعي آفت خطرو كښې كمے ٬ د ماحوليات آفات خطرو په اړه مالياتي اقدامات٬ د آفات مخ نيوے او د بحالۍ اداره جاتي نظام او خطرو په بنياد فيصله سازي شامله وه۔وفاقي وزير د اين ډي آر ايم ايف جوړولو مقصد او وژن په وضاحت زور راوړو ۔ده ووئېل ټولو شراكتدارو له د دې خبره بشپړ وضاحت پكار دے چې د ادارې اصل هدف څه دے او دا يې د كوم مقصد لپاره جوړه كړې۔ايګزيكټو ډائريكټر د ادارې په پس منظر رڼا اچولو سره ووئېل اين ډي آر ايم ايف 2016 كښې جوړه كړې شوې وه او د 2018 څخه په باضابطه توګه كار كوي۔اداره دا مهال په د 32 پروژو كار كوي چې ابتدا د آسيائي پرمختيائي بانك٬_اے ډي بي)معاونت څخه شوې وه٬د دې نه پس نورو د ګرانټ ذريعو څخه فنډنګ روان ؤ۔










