اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د بلوچستان په ضلع قلات كښې د مسافرو په ګاډې د ترهګرو د بريد غندنه كولو سره ووئيل بې ګناه وګړي په نخښه كول د غندنې وړ فعل دے۔ د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت په پېښه كښې په قېمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كولو سره …
صدر مملکت آصف علي زرداري په قلات كښې د مسافرو په ګاډې د ترهګرو بريد وغندلو

مزید خبریں
اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د بلوچستان په ضلع قلات كښې د مسافرو په ګاډې د ترهګرو د بريد غندنه كولو سره ووئيل بې ګناه وګړي په نخښه كول د غندنې وړ فعل دے۔ د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت په پېښه كښې په قېمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كولو سره ووئيل ترهګر امن او استحكام له مينځه وړل غواړي، هغوي د انسانيت او امن دښمنان دي٬ د قام په ملاتړ به د ترهګرۍ لعنت بشپړه خاتمه كوٶ۔ ده په دې موقع اړوندو ادارو ته امر وكړو چې ژوبل شوو ته ښې طبي سهولتونه باوري كړي۔ صدر مملکت په پېښه كښې د حق رسېدليو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه هم وكړه










