اسلام آباد16جولائی(اے پی پی) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين سره د كينيا هائي كمشنر لېفټيننټ جنرل(ر) پیټر مبوګو نجیرو ملاقات كړے چې پكښې دوه اړخيزه مرستې په خاص توګه زراعت او تجارت په څانګو كښې شراكتداري زياتولو په امكاناتو د خيالاتو څرګندونه شوی۔وفاقي وزير د هائي كمشنر هركلي كولو سره د پاكستان لخوا كينيا سره د زراعت په اړه اړيكو لا قوي كولو عزم …
د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين سره د كينيا هائي كمشنر لېفټيننټ جنرل(ر) پیټر مبوګو نجیرو ملاقات٬ د زراعت او تجارت په څانګو كښې شراكتدارۍ زياتولو په امكانات خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد16جولائی(اے پی پی) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين سره د كينيا هائي كمشنر لېفټيننټ جنرل(ر) پیټر مبوګو نجیرو ملاقات كړے چې پكښې دوه اړخيزه مرستې په خاص توګه زراعت او تجارت په څانګو كښې شراكتداري زياتولو په امكاناتو د خيالاتو څرګندونه شوی۔وفاقي وزير د هائي كمشنر هركلي كولو سره د پاكستان لخوا كينيا سره د زراعت په اړه اړيكو لا قوي كولو عزم هم وكړو ۔ده ووئيل د پاكستان او كينيا ترمينځه موجوده دوه اړخيزه تجارتي حجم نزدې 1 ارب امريكائي ډالره دے چې پكښې د پاكستان لخوا وريژې٬پومبه او تخم برآمد كولې شي او د كينيا څخه چائے او نور څيزونه نزدې د 35 كروړه ډالر ډرآمد كولې شي۔وفاقي وزير ووئيل د پاكستان –كينيا جوائنټ ټريډ كميټۍ(جے ټي سي)غونډه د 11 نه تر 18 ستمبر 2025 اسلام آباد كښې كيږي۔په دې موقع د كركيلې٬تجارت په څانګو كښې مرستې لپاره د مفاهمتي يادښت(ايم او يو)خبرې اترې او لاس ليك ممكن دے۔د كينيا هائي كمشنر په ملاقات كښې ووئېل كينيا كښې 2000 نه تر 3000 ترمينځه پاكستاني وګړي بېلو څانګو لكه هاسپټیلټی، بینکاری، آټو موبائل ټریډ او ترقیاتی پرمختيائي كارونو كښې هلې ځلې كوي چې پكښې آغا خان فاؤنډېشن هم شامل دے۔وفاقي وزير د پاكستان ورورولۍ كردار وستائېلو ۔هائي كمشنر د پاكستان د اوږدې مودې ملاتړ وستائېلو٬په خاص توګه دفاعي تربيي په ميدان كښې ۔ ده ووئېل د كينيا بري او سمندري ځواكونو ځينې افسران د پاكستان ملټري اكيډمۍ كاكول او كمانډ اينډ سټاف كالج كوئټې پشان ادارو څخه تربيت ترلاسه كړے ۔هائي كمشنر د كينيا آزادۍ ورځې په دستوره كښې په ګډون كولو د وفاقي وزير مننه وكړه او دا يې د خېرسګالۍ او شريك احترام علامت وګرځولو۔










