اسلام آباد۔16جولائی(اے پی پی)پاكستان او ويتنام د بدھ مت ورثې په بنياد د مذهبي او كلتوري سېلګرۍ ودې لپاره نزدې مرستې ته اتفاق كړے۔په دې لړ كښې پاكستان كښې د ويتنام سفارتخانې د اقتصادي او كلتوري سفارتكارۍ مشر مسټر كوانګ د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب كهچي سره ملاقات وكړو ۔په ملاقات كښې د بدھ مت ورثې په رڼا كښې شريكو پروژو٬اولسي روابطو٬پوهانو او د زده كوونكو تبادلې …
وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي سره د ويتنام سفارتخانې د اقتصادي او كلتوري سفارتكارۍ مشر ملاقات٬مذهبي او كلتوري سېلګرۍ ته ودې وركولو لپاره نزدې مرستې ته اتفاق

مزید خبریں
اسلام آباد۔16جولائی(اے پی پی)پاكستان او ويتنام د بدھ مت ورثې په بنياد د مذهبي او كلتوري سېلګرۍ ودې لپاره نزدې مرستې ته اتفاق كړے۔په دې لړ كښې پاكستان كښې د ويتنام سفارتخانې د اقتصادي او كلتوري سفارتكارۍ مشر مسټر كوانګ د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب كهچي سره ملاقات وكړو ۔په ملاقات كښې د بدھ مت ورثې په رڼا كښې شريكو پروژو٬اولسي روابطو٬پوهانو او د زده كوونكو تبادلې او كلتوري ميلو كښې په شراكتدارۍ تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔مسټر كوانګ ملاقات د “1000 ميل سفر په وړومبې ګام كولو “څخه په تعبير كولو تجويز وركړو چې د ټيكسلا ميوزيم او ويتنام قامي تاريخي عجائب ګهرو ترمينځه د مفاهمت يادښت(ايم او يو) به لاس ليك كړے شي چې له مخې يې د “وريښمو د لارې د بدھ مت فن” په سر خط به شريك نمائش كولې شي۔د دې نه علاوه د زړو آثارز د پوهانو ٬كنزرويټرز او كيوريټرز تبادلې٬تحقيق او ورثه تحفظ په اړه تربيتي پروګرام باندې هم غور وشو ۔وفاقي وزير اورنګزيب كهچي د ويتنام تجاويز ستائېلو سره دا د پاكستان لپاره يوه تاريخي موقع وګرځوله ٬ ده ووئې كلتور٬ورثه او د سيلګرۍ په څانګو كښې هر ممكن مرستې لپاره چمتو يوو ۔اورنګزيب كهچي د وينام سفارتخانې ته لوك ورثه فيسټيول كښې د ګډون كولو بلنه وركړه او د يو شريك ګندهارا نندارتون كولو تجويز يې وركړو ۔










