د باكو او اسلام آباد د رابطو لا زياتولو ضرورت دے۔د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان د آذربائيجان د معيشت نائب وزير صمد بشرلي سره ملاقات

اسلام آباد۔16جولائی(اے پی پی)د آذربائيجان نائب د معيشت وزير صمد بشرلي د پاكستان دورې په مهال په وړومبۍ ورځ د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان سره ملاقات وكړو او هغه ته يې د خپل هېواد لخوا د هر ممكنه مرستې باور وركولو سره د پاكستان او پاكستاني اولس لپاره د خېرسګالۍ جذبات څرګندونه كړې۔په ملاقات كښې د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان ووئېل آذربائيجان سره د پاكستان د ملګرتيا او …

اسلام آباد۔16جولائی(اے پی پی)د آذربائيجان نائب د معيشت وزير صمد بشرلي د پاكستان دورې په مهال په وړومبۍ ورځ د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان سره ملاقات وكړو او هغه ته يې د خپل هېواد لخوا د هر ممكنه مرستې باور وركولو سره د پاكستان او پاكستاني اولس لپاره د خېرسګالۍ جذبات څرګندونه كړې۔په ملاقات كښې د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان ووئېل آذربائيجان سره د پاكستان د ملګرتيا او نزدې اړيكوې زمونږ قيمتي اثاثه ده٬پاك هند اوسنې جنګ كښې د آذربائيجان پاكستان سره بشپړه ملګرتيا كړې او هغوي هر ډول حالات كښې مونږ سره ولاړ پاتې شوو ۔د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان ووئيل باكو او د اسلام آباد رابطو لا زياتولو ضرورت دے او په خاص توګه كاروباري رابطو ته ودې وركولو څخه به د دواړو هېوادونو نزدې والے لا زيات شي۔د آذربائيجان د معيشت نائب وزير صمد بشرلي د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان مننه وكړه او په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه سرمايه كارۍ او د دوه اړخيزه ټريډ په وده اتفاق كولو سره يې د دې امر څرګندونه وكړه پاكستان او آذربائيجان له به شريك تجارت كښې لا زياتوالے كول وي كوم لپاره چې په اسلام آباد كښې پاك-آذربائيجان چيمبر آف كامرس وړاندې نه فعاله كردار ادا كوي۔

مزید خبریں