د وزيراعليٰ علي امين ګنډاپور د پېښور پوليس لائن دوره

پېښور 16 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ علي امين ګنډاپور د شورو په ورځ د پېښور پوليس لائن دوره كړې٬ په دې موقع ده ووئيل كوم قامونه چې خپلو شهيدانو ته عزت وركوي ھغوي ماتې نه خوري۔ د وزيراعلي هاؤس چارواكو لخوا د جاري تفصيلات له مخئ د دورې په مهال انسپکټر جنرل آف پوليس او د پوليس نورو لوړ پورو د وزيراعليٰ هركلے وكړو او د …

پېښور 16 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ علي امين ګنډاپور د شورو په ورځ د پېښور پوليس لائن دوره كړې٬ په دې موقع ده ووئيل كوم قامونه چې خپلو شهيدانو ته عزت وركوي ھغوي ماتې نه خوري۔ د وزيراعلي هاؤس چارواكو لخوا د جاري تفصيلات له مخئ د دورې په مهال انسپکټر جنرل آف پوليس او د پوليس نورو لوړ پورو د وزيراعليٰ هركلے وكړو او د پوليس يوې چټك ډلې وزيراعلٰې ته سلامي وړاندې كړه٬ په دې موقع وزيراعليٰ د شهيدانو په ياد ګار حاضري كولو سره د ګلونو څادر خپور كړو۔ د دورې په مهال وزيراعليٰ پوليس ته د وركړې شوې نوې اے پي سيز، بلټ پروف ګاډو، وسلې، او نور جديد الاتو معائنه هم وكړه۔ په دې موقع وزيراعليٰ علي امين ګنډا پور په پوليس لائنز كښې پوليس دربار ته وېنا هم وكړه۔

مزید خبریں