اسلام آباد۔16جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د برېتانيې لخوا په پاكستانو پروازونو د بندېز ختمولو په پړېكړه د دفاع وزير او د هغه د ډلې د هڅو ستائنه كولو سره وئيلي دي د برطانيې لپاره د پاكستاني پروازونو بيا پيل كيدل پاكستان لپاره يو مهم سنګ ميل دے٬ دې سره به برطانيه كښې مېشته پاكستانو وګړو لپاره سفري آسانۍ زياتې شي او سېلګري به هم وده ومومي۔ په تېر …
برطانيې لپاره د پاكستانو پروازونو بيا پيل يو مهم سنګ ميل دے٬ د وزيراعظم شهباز شريف د دفاع وزير خواجه آصف سره خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد۔16جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د برېتانيې لخوا په پاكستانو پروازونو د بندېز ختمولو په پړېكړه د دفاع وزير او د هغه د ډلې د هڅو ستائنه كولو سره وئيلي دي د برطانيې لپاره د پاكستاني پروازونو بيا پيل كيدل پاكستان لپاره يو مهم سنګ ميل دے٬ دې سره به برطانيه كښې مېشته پاكستانو وګړو لپاره سفري آسانۍ زياتې شي او سېلګري به هم وده ومومي۔ په تېر وخت كښې د پي ټي آئي د لارښودو غېر مسوؤلانه بيانونو د لاسه په پاكستانو پروازونو بندېزونه ولګېدل۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د دفاع وزير خواجه آصف ملاقات وكړو۔ وزيراعظم د برطانيې لخوا په پاكستانو پروازونو د بندېز په ختمولو دفاع وزير خواجه آصف له مباركي وركولو سره د اېوی اېش ډویژن ستائنه وكړه۔ وزیراعظم ووئيل برطانيې لپاره د پاكستانو پروازونو بيا پېل كېدل پاكستان لپاره يو مهم سنګ ميل دے٬ په تېر وخت كښې د پي ټي آئي د لارښودو غېر مسوؤلانه بيانونو د لاسه په پاكستاني پروازونو بندېزونه ولګېدل او د هېواد وقار ته زيان ورسېد۔ وزيراعظم ووئيل دې سره به برطانيه كښې مېشته پاكستانو وګړو لپاره سفري آسانۍ زياتې شي او سېلګري به هم وده ومومي۔ په ملاقات كښې په سياسي او وزارتي چارو هم خبرې وشوې










