اليکشن کميشن اين اے 175 غازي خان څخه غړے جمشيد احمد دستي په جعلي ډګرۍ نااهله وګرځولو

اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) اليکشن کميشن اين اے 175 غازي خان څخه آزاد غړے جمشيد احمد دستي په جعلي ډګرۍ نااهل ګرځولے دے ۔ د نهې په ورځ د كمېشن لخوا د جاري پرېكړې له مخې په 27 پاڼو مشتمله پرېكړه كښې وئيلي شوي چې د کراچۍ د تعليمي بورډ رپورټ له مخې د جمشيد احمد ولد سلطان محمود په نامه ريکارډ كښې تفصيل نشته٬ د دې …

اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) اليکشن کميشن اين اے 175 غازي خان څخه آزاد غړے جمشيد احمد دستي په جعلي ډګرۍ نااهل ګرځولے دے ۔ د نهې په ورځ د كمېشن لخوا د جاري پرېكړې له مخې په 27 پاڼو مشتمله پرېكړه كښې وئيلي شوي چې د کراچۍ د تعليمي بورډ رپورټ له مخې د جمشيد احمد ولد سلطان محمود په نامه ريکارډ كښې تفصيل نشته٬ د دې نه علاوه په مظفر ګړھ موضع جيسن وائن كښې د 194 کنال 19 مرلو جائيداد كوم چې په كال 2021 كښې په څلور کروړه 75 لکھ روپۍ اخستلے شوے ذكر هم د نامزدګۍ په كاغذونو كښې نشته٬ د دې شواهدو په رڼا كښې جمشيد احمد دستي د آئين آرټيکل 62 ون د ذيلي شق ډي او ايف او آرټيکل 63 ون د ذيلي شق پي او د انتخابي قانون 2017ء له مخې نااهل وګرځولے شو او چوكۍ خالي كړې شوه۔

مزید خبریں