اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) كورنيو چارو وزير مملكت سينيټر طلال چوهدري وئيلي دي د اميګريشن نظام ښه او سپېځلے جوړولو لپاره حكومت له هر څه وړومبے اقدامات كوي۔ د سېنېټ په غونډه كښې د بحث په مهال ده ووئيل حکومت په غېر قانوني اميګريشن كښې د ملوث كسانو او ډلو په ضد كاروائۍ كوي ٬ په لويه شمېره داسې كسان نيولي شوي كوم چې په غېر قانوني …
د اميګريشن نظام ښه او سپېځلے جوړولو لپاره حكومت له هر څه وړومبے اقدامات كوي۔ سينيټر طلال چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) كورنيو چارو وزير مملكت سينيټر طلال چوهدري وئيلي دي د اميګريشن نظام ښه او سپېځلے جوړولو لپاره حكومت له هر څه وړومبے اقدامات كوي۔ د سېنېټ په غونډه كښې د بحث په مهال ده ووئيل حکومت په غېر قانوني اميګريشن كښې د ملوث كسانو او ډلو په ضد كاروائۍ كوي ٬ په لويه شمېره داسې كسان نيولي شوي كوم چې په غېر قانوني هلو ځلو كښې ككړ وٶ او په بهر هېوادونو كښې هم د داسې ډلو په ضد كاروائۍ شوې چا چې د اميګريشن نظام څخه ناجائزه ګته پورته كوله٬ ده ووئېل حكومت په سختۍ سره د دغې چارو مخنيوي كوي او په تېرو اته نهو مياشتو كښې لويه پېښه يا سكېنډل نه دې راغلے كوم چې د دې خبرې ثبوت دے چې اصلاحات موثر دي۔ ده ووئيل د اميګريشن جديد او سپېځلے نظام به نه يوازې بهر نړۍ كښې د پاكستان تشخص ښه كړي بلكې د عامو وګړو به هم په قانوني طريقه كار بهر تګ آسان شي۔










