پینډي 15جون (اے پی پی)د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د انډونيزيا دفاع وزير لېفټيننټ جنرل(ر)سيافري سمسودين د پلاوي سره د نهې په ورځ په جنرل هيډ كوارټرز كښې ملاقات كړے۔د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال دوي په دوه اړخيزه دفاعي مرسته٬ د سيمه ايزې سلامتيا صورتحال او پوځي اړيكې لا قوي كولو په طريقو هم د …
د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د انډونېزيا دفاع وزير سره د پلاوي ملاقات

مزید خبریں
پینډي 15جون (اے پی پی)د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د انډونيزيا دفاع وزير لېفټيننټ جنرل(ر)سيافري سمسودين د پلاوي سره د نهې په ورځ په جنرل هيډ كوارټرز كښې ملاقات كړے۔د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال دوي په دوه اړخيزه دفاعي مرسته٬ د سيمه ايزې سلامتيا صورتحال او پوځي اړيكې لا قوي كولو په طريقو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔په ملاقات كښې دواړو هېوادونو ترمينځه په تل پاتي ملګرتيا او په مرسته اډانه اړيكو په ضرورت زور راوړلے شو ۔فيلډ مارشل په منطقه كښې د امن او استحكام په ځاې ساتلو لپاره د شريكې مرستې اهميت رامخې ته كړو ۔د انډونېزيا دفاع وزير د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاك پوځ كردار وستائېلو او د پاكستان سره دفاعي اړيكو زياتولو لپاره يې د انډونيزيا د عزم پخلے وكړو۔په ملاقات كښې د انډونېزيا دفاع وزير سره د مختلف سروسز او انټيلي جنس ايجسنيو استازي هم موجود وو۔










