اسلام آباد 15جون (اے پی پی)د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين په مشرۍ كښې د پاكستان شوګر ملز اېسوسي اېشن (پي ايس ايم اے)سره د اعلٰی كچ غونډه وشوه د كومې مقصد چې حكومت لخوا په مقرر كړی پخوانې بيعه موثر عملدرآمد او په ټول هېواد كښې د چينو د كوم ځنډ نه غېر وركړه باوري كول وو۔په غونډه كښې د اېسوسي اېشن چيئرمېن٬سينئر غړي …
وفاقي وزير رانا تنوير حسين په مشرۍ كښې پاكستان شوګر ملز اېسوسي اېشن سره د اعلٰی كچ غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 15جون (اے پی پی)د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين په مشرۍ كښې د پاكستان شوګر ملز اېسوسي اېشن (پي ايس ايم اے)سره د اعلٰی كچ غونډه وشوه د كومې مقصد چې حكومت لخوا په مقرر كړی پخوانې بيعه موثر عملدرآمد او په ټول هېواد كښې د چينو د كوم ځنډ نه غېر وركړه باوري كول وو۔په غونډه كښې د اېسوسي اېشن چيئرمېن٬سينئر غړي او د وزارت اعلٰی افسرانو ګډون وكړو۔په دې موقع د چينو په بيعه تفصيلي غور وكړے شو او په دې خبره اتفاق وشو چې چې د چينۍ سمدستي وركړه به باوري كړی شي۔شوګر ملز اېسوسي اېشن د حكومت پريكړه وستائېله او د بيعو استحكام لپاره يې د بشپړه مرستې باور وركړو۔اېسوسي اېشن 165 روپۍ كلو د چينو په وركولو د رضامندۍ څرګندونه وكړه۔هيله ده چې د چينو په بيعه كښې به د كمي اثرات راتلونكو دوو نه تر درېو ورځو كښې ماركيټ كښې ښكاره شي۔په دې موقع وفاقي وزير رانا تنوير حسين ووئيل حكومت اولس ته رېليف وركولو لپاره په بشپړه توګه عزم لري٬د چينو په مناسب بيعه باوري كولو لپاره هر ممكن اقدامات كېږي۔ده ووئيل د چينو ريټيل بيعه به باوري كولې شي او ذخيره اندوزي يا ناجائزه ګټه به په هېڅ صورت برداشت نه كړې شي۔وفاقي وزير ووئيل د چينو په بيعو قابو موندلو لپاره يو موثر حكمت عملي جوړه كړی شوې دغسې چې د چينو زياته وركړه پرله پسې روانه وساتلې شي۔ده د دې خبرې پخلے وكړو چې اولسي ګټې ته حكومت وړومبې پام لرنه كوي او د شوګر انډسټري وزارت سره به په ګډه د بيعو استحكام باوري كولې شي۔










