د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني سره د بين الپارليماني سپيكرز كنفرنس سيكرټري جنرل ملاقات

اسلام آباد 15جون (اے پی پی) د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني سره د بين الپارليماني سپيكرز كنفرنس سيكرټري جنرل اك ناتھ دهكل د نهې په ورځ په پارليمنټ ھاؤس كښې ملاقات كړے٬د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني سره د د آئي اېس سي باني چيئرمېن هم موجود و۔د سينيټ سېكرټرېټ له مخې په ملاقات كښې د آئي اېس سي سيكرټري جنرل سينيټ چيئرمېن سره نومبر كښې پاكستان …

اسلام آباد 15جون (اے پی پی) د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني سره د بين الپارليماني سپيكرز كنفرنس سيكرټري جنرل اك ناتھ دهكل د نهې په ورځ په پارليمنټ ھاؤس كښې ملاقات كړے٬د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني سره د د آئي اېس سي باني چيئرمېن هم موجود و۔د سينيټ سېكرټرېټ له مخې په ملاقات كښې د آئي اېس سي سيكرټري جنرل سينيټ چيئرمېن سره نومبر كښې پاكستان كښې د مجوزه كنفرنس په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔د سينيټ چيئرمېن او د آئي اېس سي باني چيئرمېن د سيكرټري جنرل آئي اېس سي دوره مهمه وګرځوله ۔د سينيټ چيئرمېن او د آئي ېس سي باني چيئرمېن ووئيل آئي اېس سي به د امن او پرمختګ ودې لپاره كار كونكے يو مهم فورم ثابت شي٬ شخړو او نورو نړيوالو چېلنجونو ټولو قامونو لپاره ستونزې راپېدا كړي٬د مسئلو په ګډه تګلارې څخه حل راويستل د وخت مهم ضرورت دے۔د آئي اېس سي سيكرټري جنرل د فورم غړو لخوا د سيد يوسف رضا ګېلاني په مشرۍ د بشپړه باور څرګندونه وكړه ۔

مزید خبریں