د تركيه ترقي زمونږ لپاره رول ماډل دے٬د تركيې اولس زمونړ زړونو ته نزدې دے۔د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان

اسلام آباد 15جون (اے پی پی)د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان وئېلي دي ترك يو عظيم قام دے٬د دوي پرمختګ د رول ماډل حېثيت لري او د تركيې اولس زمونږ زړونو ته ډېر نزدې دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د تركيې په 15مه جولائي 2016 د جمهوريه ورځ او يووالې په اړه د تركيې سفارتخانه كښې خاص دستوره كښې د ميلمه په توګه د وينا كولو په مهال وكړه ۔د …

اسلام آباد 15جون (اے پی پی)د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان وئېلي دي ترك يو عظيم قام دے٬د دوي پرمختګ د رول ماډل حېثيت لري او د تركيې اولس زمونږ زړونو ته ډېر نزدې دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د تركيې په 15مه جولائي 2016 د جمهوريه ورځ او يووالې په اړه د تركيې سفارتخانه كښې خاص دستوره كښې د ميلمه په توګه د وينا كولو په مهال وكړه ۔د تركيې سفارتخ د دې دستورې اهتمام كړے ؤ چې پكښې د مواصلات وفاقي وزير او د استحكام پاكستان پارټۍ صدر عبدالعليم خان خاص مېلمه ؤ او په پاكستان كښې د تركيې سفير ډاكټر نذير اوغلو او مهم سفارتي شخصيات ګډون وكړو ۔د تركيې او پاكستان بيرغونو او دواړو هېوادونو قامي سرودونو څخه دستوره پېل شوه او خاص مېلمه د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان او ګډون كوونكو په ولاړه 9 كاله وړاندې د شهيدو شوو لپاره د يوې دقيقې خاموشي اختيار كړه۔د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان په خپله وينا كښې ووئيل ترك يو عظيم قام دے٬د دوي پرمختګ د رول ماډل حېثيت لري او د تركيې اولس زمونږ زړونو ته ډېر نزدې دے۔ده ووئيل پاكستان تركيې سره اړيكې ډېرې قوې دي او انشاﺀالله تل به وي۔عبدالعليم خان د تركيه صدر رجب طيب اردګان مشري ته پيرزوئنه وړاندې كولو سره ووئېل زه چې كله هم تركيې ته ځم زه د زړه نه خوشحاله يم۔د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان ووئيل دواړه هېوادونه د شريكې مرستې٬تجارت او پرمختګ په لوظ نامو تړلې شوي او د تركيه او پاكستان اتحاد د منطقې امن٬پرمختګ او خوشحالۍ ضمانت دے۔په دستوره كښې په پاكستان كښې د تركيه سفير ډاكټر عرفان نذير اوغلو خطاب كښې په 15 مه جولائي 2016 كښې په تركيه كښې شهيدو شوو ته په ښو ټكو كښې پيرزوئنې وړاندې كړی۔ده ووئيل 9 كاله وړاندې د تركيې اولس د بشپړ قوت او اتحاد څرګندونه كړی كومه چې زمونږ د مشر مصطفٰی اتا ترك تعليمات له مخې وه ۔ډاكټر عرفان نذير اوغلو د پاكستان او تركيې ترمينځه د ملګرتيا او ورورولۍ اړيكو ته لا ودې وركولو له د عزم څرګندونې سره د وفاقي وزير عبدالعليم خان د راتګ هركلے وكړو۔

مزید خبریں