د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي مشهد ته ورسېد، د خراسان ولايت ګورنر جنرل غلام حسين مظفري سره ملاقات

مشهد 15 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ايران دورې په مهال مشهد ته رسېدلے دے ٬ د مشهد په انټرنيشنل هوائي اډا د خراسان ولايت ګورنر جنرل غلام حسېن مظفري د دوي تود هركلے وكړو۔ په دې موقع د دواړو مشرانو ترمېنځه ملاقات هم وشو چې پكښې په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ دا …

مشهد 15 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ايران دورې په مهال مشهد ته رسېدلے دے ٬ د مشهد په انټرنيشنل هوائي اډا د خراسان ولايت ګورنر جنرل غلام حسېن مظفري د دوي تود هركلے وكړو۔ په دې موقع د دواړو مشرانو ترمېنځه ملاقات هم وشو چې پكښې په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ دا خبره د داخله وزارت لخوا په جاري بيان كښې شوې۔ د دې نه وړاندې د خراسان ګورنر د داخله وزير تود هركلے وكړو او د وفاقي وزير د مشهد راتګ ئې د وياړ وړ وګرځولو۔ هغه ووئيل ايران د پاکستان حکومت او اولس د خېرسګالۍ جذبات قدر كوي٬ د جنګ په مهال پاكستان په مړانه ايران سره ولاړ ٶ په هره موقع ئې بشپړ ملاتړ كړے۔ داخله وزير محسن نقوي په دې موقع ووئيل د ايران قيادت او اولس د جنګ په مهال د همت او عزم بې مثاله څرګندونه كړې٬ پاكستان خپل ورور ګاٶنډي هېواد سره ولاړ دے او ولاړ به وي۔ محسن نقوي ووئيل د ايران دوره ډېره كاميابه وه او ما له ډېره مينه راكړې شوې ده ۔

مزید خبریں