نائب وزيراعظم اسحاق ډار د ايران خارجه وزير سيد عباس عراقچي سره وليدل

تيانجن 15 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د چين په تيانجن ښار كښې د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) د خارجه وزيرانو كونسل غونډې په موقع د ايران خارجه وزير سيد عباس عراقچي سره ليدلي دي ٬ دواړو مشرانو په بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې جاج واخست او د ايران په ضد د اسرائيل د اوسني جارحيت نه پس …

تيانجن 15 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د چين په تيانجن ښار كښې د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) د خارجه وزيرانو كونسل غونډې په موقع د ايران خارجه وزير سيد عباس عراقچي سره ليدلي دي ٬ دواړو مشرانو په بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې جاج واخست او د ايران په ضد د اسرائيل د اوسني جارحيت نه پس په رامخې ته سيمه ايز صورتحال يې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د خارجه دفتر وياند له مخې اسحاق ډار په دې موقع د ايران اولس او حكومت سره د پاكستان د غېر متزلزل يووالي او سيمه امن او استحکام لپاره د پاکستان د عزم پخلے وكړو۔ ده په دې خبره زور راوړو چې تاٶ تريخوالي كښې كمے او د پوخ امن لپاره خبرې او سفارت كاري د عمل وړ يوازنۍ لاره ده۔

مزید خبریں