لندن 15جون (اے پی پی)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د برتانيې د پارليمان زيريں هاؤس آف كامنز كښې د آل پارټي پارليماني ګروپ(اے پي پي جي)غړو سره ملاقات كړے۔د نهې په ورځ د تجارت وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې برتانيه كښې شوې ملاقات كښې دوه اړخيزه اقتصادي اړيكو ته به پراختيا وركولو٬پارليماني مرستې زياتولو او د برټش پاكستاني كډوالو تجارت او سرمايه كارۍ روابط قوي كولو …
د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د برتانيې هاؤس آف كامنز كښې د پاكستان په اړه د آل پارټي پارليماني ډلې غړو سره ملاقات

مزید خبریں
لندن 15جون (اے پی پی)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د برتانيې د پارليمان زيريں هاؤس آف كامنز كښې د آل پارټي پارليماني ګروپ(اے پي پي جي)غړو سره ملاقات كړے۔د نهې په ورځ د تجارت وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې برتانيه كښې شوې ملاقات كښې دوه اړخيزه اقتصادي اړيكو ته به پراختيا وركولو٬پارليماني مرستې زياتولو او د برټش پاكستاني كډوالو تجارت او سرمايه كارۍ روابط قوي كولو صلاحيت څخه د ګټې پورته كولو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔وفاقي وزير اے پي پي جي غړي د پاكستان اوسنو معاشي اصلاحات په اړه خبر كړل چې مقصد يې ميكرو اكنامك استحكام او جامع پرمختګ ته وده وركول دي۔ده د قامي ټيرف پالېسۍ له مخې د ټيرف ريشنلائزېشن٬تجارتي آسانيو لپاره د پاكستان سنګل ونډو فعاله كولو او د غېر ملكي سرمايه كارو لپاره د مراعات وړاندېز كونكې خاص اقتصادي زونز پرمختګ په څير اقدامات باندې رڼا واچوله۔ملاقات كښې د ګرين ټېكنالوجيز٬تجديد وړ توان او د پاكستان زيات شوي آئي ټي سيكتر كښې د مرستې نوو لارو په لټولو هم خبرې وشوې۔جام كمال خان ووئيل په برتانيه كښې مېشته 1.7 ملين پاكستاني د دواړو هېوادونو ترمينځه د پل كردار ادا كولې شي او د تجارت وده كښې مهم كردار تر سره كولې شي۔ملاقات كښې د برتاني-پاكستان تجارتي ډائيلاګ ميكنزم لاس ليك نه پس مستقل رفتار باوري كولو له د پرله پسې پارليماني مشغوليت او نجي څانګې مرسته دوامداره ساتلو ته اتفاق وكړے شو ۔ملاقات كښې د شريكې اقتصادي خوشحالۍ لپاره د تل پاتي شراكتدارۍ لپاره په شريك عزم زور راوړلے شو۔










