د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ايران د سپريم ليډر نړيوال صلاحكار ډاكټر علي اكبر ولايتي سره ملاقات٬ د شريكې خوښې په چارو٬پاك ايران اړيكو او په سيمه ايز صورتحال په اړه د خيالاتو څرګندونه

تهران 15جون (اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ايران سپريم ليډر آيت الله علي خامنه اي د نړيوالو چارو اعلٰی صلاحكار ډاكټر علي اكبر ولايتي سره ملاقات كړے او د شريكې خوښې په چارو٬پاك ايران اړيكو او په سيمه ايز صورتحال يې د خيالاتو څرګندونه كړې ۔داخله وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د سپريم ليډر آيت الله علي خامنه اي د نړيوالو چارو اعلٰی …

تهران 15جون (اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ايران سپريم ليډر آيت الله علي خامنه اي د نړيوالو چارو اعلٰی صلاحكار ډاكټر علي اكبر ولايتي سره ملاقات كړے او د شريكې خوښې په چارو٬پاك ايران اړيكو او په سيمه ايز صورتحال يې د خيالاتو څرګندونه كړې ۔داخله وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د سپريم ليډر آيت الله علي خامنه اي د نړيوالو چارو اعلٰی صلاحكار ډاكټر علي اكبر ولايتي سره ملاقات په مهال د ايران اسرائيل جنګ بندۍ نه پس د منطقې په موجوده صورتحال هم خبرې وشوې۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د پاكستان سياسي او عسكري قيادت لخوا د ايران سپريم ليډر آيت الله علي خامنه اي لپاره د نيكو هيلو پیغام ورورسولو۔داخله وزير ووئيل كه جنګ وي يا امن پاكستان او ايران به په هره موقع يو بل سره ولاړ وي ۔محسن نقوي ووئيل دښمن پاك ايران اړيكو كښې كوم خنډ نشي رامخې ته كولې ۔پاكستان كښې د ايران سفير رضا اميري مقدم او مشر سفارت كار هم په دې موقع موجود وو۔د يادونې وړ ده ډاكټر علي اكبر ولايتي د ايران پخوانے خارجه وزير او سينئر سفاركار هم پاتې شوے دے ۔

مزید خبریں