اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) د پبلك اکاؤنټس کميټۍ غونډه د نهې په ورځ د چيئرمېن جنيد اکبر خان په مشرۍ كښې د پارلمان په ودانۍ كښې وشوه چې پكښې د كمېټۍ غړو پشمول د اړوندو سركاري ادارو چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د منصوبه بندۍ، پرمختګ او خاص اقدامات ډويژن د كال 24-2023 د آډټ اعتراضونو جاج اغستو په مهال سيد نويد قمر او د پي …
د پي اے سي په غونډه كښې د منصوبه بندۍ، پرمختګ او خاص اقدامات ډويژن د كال 24-2023 د آډټ اعتراضونو جاج واخستلے شو

مزید خبریں
اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) د پبلك اکاؤنټس کميټۍ غونډه د نهې په ورځ د چيئرمېن جنيد اکبر خان په مشرۍ كښې د پارلمان په ودانۍ كښې وشوه چې پكښې د كمېټۍ غړو پشمول د اړوندو سركاري ادارو چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د منصوبه بندۍ، پرمختګ او خاص اقدامات ډويژن د كال 24-2023 د آډټ اعتراضونو جاج اغستو په مهال سيد نويد قمر او د پي اے سي چيئرمېن ووئيل د دومره مهم وزارت په مالي چارو كښې نظم و ضبط په نظر نه راځي ٬ د منصوبه بندي ډويژن سيکرټري ووئيل 6 اربه روپو فنډ په 30 جون نه دوه ورځې وړاندې د حج په ورځ جاري كړے شوے او په دغه ورځ اختر هم ٶ٬ مونږ سرشمېرې لپاره روپۍ غوښتې وې۔ د پي اے سي چيئرمېن او غړو ووئيل د منصوبه بندۍ ډويژن او خزانې وزارت ترمېنځه د کوآرډينيشن فقدان دے او دا صورتحال د ګډ ګورننس او سپېځلتيا برعكس دے٬ فائنل ګرانټ د 140 فيصده نه زياتېدل د افسوس وړ خبره ده٬ په نظام كښې بهترۍ لپاره به ډھانچه جاتي بدون كول وي٬ تر څو چې د جزا او سزا عمل نه وي د پرفارمنس به فقدان وي۔ په دې موقع د پي اے سي چيئرمېن د منصوبه بندي ډويژن سيکرټري ته امر وكړٶ چې فنانس ډويژن سره په ګډه د دې معاملې په يو مياشت كښې تحقيقات كولو سره رپورټ پي اے سي ته وړاندې كړي۔










