لندن 15جون (اے پی پی)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د تجارت لپاره د برتانيې وزيراعظم استازي محمد ياسين هاؤس آف كامنز كښې ملاقات كړے او د شريكې خوښې په چارو يې د خيالاتو څرګندونه كړې٬دواړو لارښودو د يو كے پاكستان ټريډ اينډ انويسټمنټ خبرې پېل كولو يو سنګ ميل وګرځولې۔په دې موقع هائي كمشنر ډاكټر محمد فيصل او د تجارت سيكرټري جواد پال هم موجود وو۔د تجارت …
د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د برتانيې وزيراعظم استازي ملاقات٬پاك برتانيه معاشي مرستې ته په وده وركولو اتفاق

مزید خبریں
لندن 15جون (اے پی پی)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د تجارت لپاره د برتانيې وزيراعظم استازي محمد ياسين هاؤس آف كامنز كښې ملاقات كړے او د شريكې خوښې په چارو يې د خيالاتو څرګندونه كړې٬دواړو لارښودو د يو كے پاكستان ټريډ اينډ انويسټمنټ خبرې پېل كولو يو سنګ ميل وګرځولې۔په دې موقع هائي كمشنر ډاكټر محمد فيصل او د تجارت سيكرټري جواد پال هم موجود وو۔د تجارت وزارت څخه د نهې په ورځ جاري شوي بيان له مخې جام كمال خان محمد ياسين ته په اوسنې تقررۍ مباركي وركړه او جون 2025 كښې د محمد ياسين د پاكستان كاميابه دوره يې وستائېله۔دواړو لارښودو د پاك برتانيه معاشي مرستې ته ودې وركولو ته اتفاق وكړو ۔په ملاقات كښې د يو كے پاكستان ټريډ اينډ انويسټمنټ ډائيلاګ پېل سنګ ميل وګرځولے شو ۔د تجارت وزير ووئيل خبرې اترې به دتر ماركيټ رسنې مسئلو حل كولو له مرستيالې ثابتې شي۔ده ووئيل د ډیولپنګ کنټریز ټریډنګ سکیم ( ډی سی ټی ایس) له مخې به د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت زيات شي۔په ملاقات كښې د برتانيې پاكستان كميونټۍ كردار هم مهم وګرځولے شو ۔د تجارت وزير د يو كے پاكستان بزنس ايډوائزري كونسل قيام هركلے وكړو ۔ده ووئيل په برتانيه كښې د سوداګرې ورورولۍ او چيمبرز سره روابط زياتولو ته ضرورت دے دغسې چې تجارت ته وده وركړې شي۔جام كمال خان ووئيل د توان٬آئي سي ټي٬كركيلې او اعلٰی تعليم كښې د مرستې پراخه موقعې موجود دي۔ دغسې دوي په سياسي او اقتصادي اړيكو قوي كولو هم اتفاق وكړو او د پاكستان او برتانيې ترمينځه د تل پاتې يو برابر تجارتي شراكتدارۍ له يې د عزم پخلے هم وكړو۔










