نائب وزيراعظم اسحاق ډار د كرغز خارجه وزير سره ملاقات٬ د دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو٬شريكې مرستې ته ودې وركولو له د عزم پخلے

بيجنګ 15جون (اے پی پی)نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار د شنګهائي مرستې تنظيم(ايس سي او)خارجه وزيرانو غونډې په موقع بيجنګ عظيم هال كښې د كرغزستان خارجه وزير کولوبایف ژینبیک مولډوکانووچ سره ملاقات كړے او د تل پاتې دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو او د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې مرستې ته ودې وركولو لپاره يې د عزم پخلے كړے۔ د نائب وزيراعظم آفس لخوا جاري شوي بيان له …

بيجنګ 15جون (اے پی پی)نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار د شنګهائي مرستې تنظيم(ايس سي او)خارجه وزيرانو غونډې په موقع بيجنګ عظيم هال كښې د كرغزستان خارجه وزير کولوبایف ژینبیک مولډوکانووچ سره ملاقات كړے او د تل پاتې دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو او د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې مرستې ته ودې وركولو لپاره يې د عزم پخلے كړے۔ د نائب وزيراعظم آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې د كرغزستان خارجه وزير سره د ملاقات په مهال نائب وزيراعظم د پاكستان او كرغزستان ترمينځه د اوږد مهاه دوه اړخيزه اړيكو قوي كولو او شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې مرستې ته ودې له د عزم پخلے وكړو ۔په دې موقع دواړو لارښودو سيمه ايز امن او استحكام او اقتصادي مرستې په څير په مهمو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔دا ملاقات د دواړو هېوادونو ترمينځه د پرله پسې سياسي او اقتصادي رابطو مخ په وړاندې بوتللو له د هڅو برخه دے۔

مزید خبریں