اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف انډونېزيا سره د اقتصادي او تزويراتي اړيكو٬ تجارت ٬ دفاع او دفاعي پېدوار بشمول ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته لا ودې وركولو له د خپل عزم پخلي كولو سره وئېلي دي چې د پاكستان او انډونېزيا تر مينځه شريك كلتور٬ مذهب او تاريخي خپلوليو په بنياد زړې د دوستۍ اړېكې دي او دواړه هېوادونه په نړيوالو فورمونو يو …
وزيراعظم شهباز شريف سره د د انډونېزيا دفاع وزير وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف انډونېزيا سره د اقتصادي او تزويراتي اړيكو٬ تجارت ٬ دفاع او دفاعي پېدوار بشمول ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته لا ودې وركولو له د خپل عزم پخلي كولو سره وئېلي دي چې د پاكستان او انډونېزيا تر مينځه شريك كلتور٬ مذهب او تاريخي خپلوليو په بنياد زړې د دوستۍ اړېكې دي او دواړه هېوادونه په نړيوالو فورمونو يو بل مرسته كوي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا څانكې لخوا د جاري بيان تر مخه د دې خيالاتو څرګندونه ده د انډونېزيا دفاع وزير لفټېننټ جنرل (ر) سيافري سمسودين سره خبرو كښې وكړه چا چې نن د نهې په ورځ ده سره ملاقات كولو ۔ وزيراعظم د انډونېزيا صدر پرابوووسوپيانټو سره قاهره كښې د جي ايټ سر مشريزې غونډه كښې د خپل په زړه پورې ملاقات ذكر كولو سره د هغه لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ملاقات كښې د پاكستان او انډونېزيا تر مينځه د ژورو تاريخي ٬ د ورورولۍ دوستانه اړيكو په اړه خبرې وشوې










