كوئټه 14جولائی(اے پی پی)چيف جسټس آف پاكستان او د لاﺀ اينډ جسټس كمېشن آف پاكستان چيئرمېن جسټس يحيی آفريدي په مشرۍ كښې د سپريم كورت كوئټه رجسټري برانچ كښې يوه اعلٰی كچ غونډه وشوه چې پكښې د بلوچستان هائي كورټ چيف جسټس جسټس روزي خان بړيڅ ٬د سپريم كورټ بار صدر محمد رؤف عطا٬د بلوچستان بار كونسل ايګزيكټو كمېټۍ چيئرمېن امان الله كاكړ٬ او نورو اړوندو ګډون وكړو۔د غونډې مقصد …
د چيف جسټس يحيی آفريدي په مشرۍ كښې كوئټه كښې د اعلٰی كچ غونډه٬د بارز او لاﺀ اينډ جسټس كمېشن ترمينځه د اداره جارتي روابط جاج واغستلے شو

مزید خبریں
كوئټه 14جولائی(اے پی پی)چيف جسټس آف پاكستان او د لاﺀ اينډ جسټس كمېشن آف پاكستان چيئرمېن جسټس يحيی آفريدي په مشرۍ كښې د سپريم كورت كوئټه رجسټري برانچ كښې يوه اعلٰی كچ غونډه وشوه چې پكښې د بلوچستان هائي كورټ چيف جسټس جسټس روزي خان بړيڅ ٬د سپريم كورټ بار صدر محمد رؤف عطا٬د بلوچستان بار كونسل ايګزيكټو كمېټۍ چيئرمېن امان الله كاكړ٬ او نورو اړوندو ګډون وكړو۔د غونډې مقصد د بلوچستان بار اېسوسي اېشن او لاﺀ اينډ جسټس كمېشن آف پاكستان ترمينځه د اداره جاتي روابط جاج اخستل او د انصاف وركړه ښه كول وو۔چيف جسټس ګډون كوونكو ته هركلے اووې او د انصاف په څانګه كښې د دوي ښكاره كردار يې وستائېلو ٬ په دې مهال په بلا بېلو چارو غور وشو او د انصاف وركړې په بهترۍ بحث وشو۔۔










