د نائب وزیراعظم سینیټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه، دوست هېوادونو ترمينځه د سرمایه كارۍ په اقدامات د پیشرفت جاج واخستلے شو

اسلام آباد 14جولائی (اے پي پي) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه كښې په مهمو څانګو كښې د دوست هېوادونو د اړخه د سرمایه كارۍ اقدامات په پیشرفت جاج واخستلے شو او بنیادی ډھانچې، توان ، پټرولیم او اقتصادی پرمختګ كښې په غیر ملکي سرمایه كارۍ هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د نائب وزیراعظم آفس د اړخه د ګل په ورځ جاري بيان له …

اسلام آباد 14جولائی (اے پي پي) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه كښې په مهمو څانګو كښې د دوست هېوادونو د اړخه د سرمایه كارۍ اقدامات په پیشرفت جاج واخستلے شو او بنیادی ډھانچې، توان ، پټرولیم او اقتصادی پرمختګ كښې په غیر ملکي سرمایه كارۍ هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د نائب وزیراعظم آفس د اړخه د ګل په ورځ جاري بيان له مخې په غونډه كښې نائب وزیراعظم او خارجه وزير سرمایه كارو له د كوټلې اقتصادي ګټې او شريكه سوكالۍ كښې آسانيو وركولو لپاره د حكومت د عزم پخلي كولو سره د ادارہ جاتی همغږۍ او تند رفتاره عمل درآمد په حاجت زور راوړو۔په غونډه كښې د وزیراعظم خاص مرستيال طارق باجوہ، د قانون و انصاف، پټرولیم اینډ فنانس سیکرټریز ، د اېس ای سی پی چیئرمېن او خزاني وزارت او اړوندو محکمو سینئر چارواكو ګډون وكړو۔

مزید خبریں